د کتاب نړېواله ورځ
د کتاب د نړیوالې ورځې د نږدې کېدو په مناسبت د شنبې په ورځ په کابل ښار کې د کتاب ښار په نوم یو نندارتون پرانستل شو. د اپریل درویشتمه نیټه هرکال په ټوله نړۍ کې د کتاب د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي. د کتاب ښار په نوم نندارتون چې د بیلابیلو لیکوالانو شاوخوا دوه زره کتابونه په کې نندارې ته ایښودل شوي؛ تر یوې اوونۍ پورې به د خلکو پرمخ پرانستی وي. د یو شمیر لیکوالانو په خبره د هیواد په دننه کې د کتابونو د چاپ د کمو امکاناتو او د کتابتونونو کموالی د دې لامل کیږي څو د خلکو مینه له مطالعې سره کمه شي.