د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

"لا هم په افغانستان کې د بشري حقونو پروړاندې خنډونه پراته دي"


کابل چاپ یوشمېر ورځپاڼو د یکشنبې د ورځې په ګڼو کې په افغانستان کې د بشری حقونو په اړه لیکنې اوتبصیرې کړې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپانې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۲ کال د بشري حقونو کلنی راپور خپور کړی، په راپور کې ویل شوي لا هم په افغانستان کې د بشري حقونو پروړاندې خنډونه پراته دي.

په راپور کې راغلي د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د بندیانو شکنجه او ناوړه چلند، پراخې شخړې، په حکومت کې اداري فساد او د ښځو پر وړاندې تعصب ترټولو مهمې مسالې دي.

د ویسا په سرمقاله کې راغلي دي، د فساد پر خلاف د مبارزې خبره له شعار نه عمل ته راونه وتله.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې؛ حکومت لپاره او هغه وروستۍ اغیزمنه لاره دا ده، چې د نظام عرابه به واړوي، په دې پاتې موده کې هغو چارو ته پام واړوي چې زموږ د هېواد برخلیک ورپورې تړلی دی.

خدمتګار:

خدمتګار ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکي؛ افغان دولت د فساد کندې ته غورځېدلی او په هېواد کې یې د اصلاحاتو انقلابي اړتیا رامنځ ته کړې ده.

د سرمقالې لیکوال لیکي د افغان دولت د حساب ورکولو د سیسټم یاد قطعیې لویه نیمګرتیا دا ده، چې حساب د لګونکو پرځای یوازې تمویلوونکې او اکمالوونکې ادارې ورکوي او تمویلوونکې ادارې په عین وخت کې مصروفوونکې ادارې هم دي.

د سرمقالې د لیکوال په اند په داسې حالت کې له فساد سره مبارزه یوازې د چارواکي په تقوا پورې اړه درلودای شي.\

ملي بارو:

د ملی باور ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی اداري فساد د نړیوالو مرستو پر وړاندې خنډ اوبهانه!

د سرمقالې د لیکوال په باور، د دې لپاره چې افغان دولت په ښه توګه د نړیوالې ټولنې مرستې جذب او ترلاسه کړي؛ باید د اداري فساد پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

د لیکوال په اند لا هم ډېر وخت دی ،چې افغان دولت اصلاحات راوړي ،د فساد مخه ونیسي ،مفسد کسان په نښه او له دولتي چوکیو ګوښه کړي او د ملي یوالي لپاره له ټولو اړخونو وغواړي؛ چې د افغانستان له حقایقو سره د اصلاحاتولپاره وړ او د ولس غمخوره کسان مخ ته کړي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې له دې پرته شونې ده،په راتلونکي کې افغانان د نړیوالو مالي ملاتړ له لاسه ورکړي.

چمتو وکوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG