د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

"وسله وال مخالفین کوښښ کوي ۲۰۱۴م کال ته په پیاوړي دریځ ورداخل شي"


په راپور کې مو واورېدل چې د يوې غيردولتي ادارې په راپور کې ويل شوي؛ چې د روان ميلادي کال په لومړيو درېيو مياشتو کې سخت دريځو وسله والو په افغانستان کې ٢٣٣١ بريدونه کړي؛ چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٤٧ فيصده زياتوالى ښيي.

د اينجوګانو د خونديتوب د دفتر يا (ANSO) په حواله، په دې تاوتريخوالي کې تر ډېره افغان سرتېري او پوليس په نښه شوي دي.

په داسې حال کې چې نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه په وتلو دي او د زياتو سيمو امنيتي مسووليت افغان ځواکونو ته سپارل شوى، ولې پر افغان ځواکونو بريدونه زيات شوي دي؟

صالح محمد صالح دغه پوښتنه د سولې کاروان په نامه د يوې مدني ټولنې له غړي احمدشاه سپر څخه د مرکې په سر کې کړې ده.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:00 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG