د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۲۳

په خوست کې ماشومانو ته د ګوزڼ پرضد د واکسین کمپاين پيل شو


په خوست کې ماشومانو ته دپولیو یا ګوزڼ پرضد دواکسین دتطبیق درې ورځنۍ کمپاین پیل شوی ،دیاد ولایت دعامې روغتیا چارواکي وايي ،چې دواکسین دتطبیق لپاره يې په سلګونو روغتیاپالان ګمارلي دي.

دعامې روغتیا مسوولینو لدې کبله چې پدې ځای کې دپولیو دویروس دانتقال امکان ډیر دی دواکسین دتطبیق په برخه کې له خلکو څخه دپراخه همکارۍ غوښتنه کړیده.

دخوست ولایت دعامې روغتیا ریاست چارواکیو له ټولو خلکو په ځانګړي ډول ددیني علماوو ،قومي مشرانو ،روڼ اندو ،ښوونکو، استادانو ،محصلانو او زده کوونکیو وغوښتل ،چې دپولیو واکسین دبشپړ تطبیق لپاره له روغتیا پالانو او واکسیناتورانو سره مرسته وکړي ،تر څو په ښار او کلیوالي سیمو کې هیڅ ماشوم دپولیو یا ګوزڼ پرضد واکسین له تطبیق څخه بې برخې پاتې نشي .

دخوست ولایت دعامې روغتیا رئیس ډاکټر امیربادشاه رحمت زي منګل د پولیو دواکسین د درې ورځني کمپاین دپیل په مراسمو کې چې دشنبې په ورځ دیاد ریاست په ودانۍ کې جوړ شوي ول وویل ،چې خوست په یو داسې سیمه کې پروت دی چې پکې دپولیو ویروس دانتقال او لیږد امکان ډیر دی ،نوځکه خلک په ځانګړي ډول هغه ادارې چې له مور او ماشوم سره سروکار لري باید دیاد کمپاین دښه تطبیق لپاره عملي او تبلیغاتي مرسته وکړي:

((اوسنۍ درې ورځنۍ کمپاین دپولیو پر ضد شروع کیږي ،پدې کې به په سلهاوو کارمندان برخه اخلي ،یوازې دواکسینو دوه څاڅکي کولای شي چې دا ناروغي له جامعې څخه له منځه یوسي،ځکه کچیرې یوه واقعه دپولیو په ساحه کې واقع شي ،بدې پایلې لري ،موږ چې په یوه داسې سیمه کې موقعیت لرو چې ددې ویروس دانتقال امکان زیات دی ،ضروري او اړینه ده چې داسې کمپاینونه اجراء کړو ،ددې لپاره چې پولیو له منځه یوسو لازمه بولم چې ټول ملت پکې ونډه واخلي ،هغه ذیدخلو ادارو لکه دپوهنې ریاست ،دښځو چارو ریاست او داسې نور په ځانګړي ډول علماء،مشران او هغه خلک چې په کلیو اوسیږي ، زموږ سره ددې کمپاین په تطبیق کې داسې مرسته وکړي چې یو ماشوم هم ددې دو څاڅکو واکسین څخه پاتې نشي.))

دخوست ولایت مرستیال والي عبدالواحد پټان هم په خپلو خبرو کې د واکسین په اهمیت ټینګار وکړ او غوښتنه يې وکړه چې یو ماشوم هم باید دواکسینو د دې ورې ورځني کمپاین په ورځو کې دواکسن له تطبیق څخه محروم پاتې نشي:

((هیڅ یو ماشوم باید له واکسین او هغه دویټامین Aتابلیت چې تاسو ورکوئ له تطبیق څخه پاتې نشي ،زما هیله او غوښتنه له راډیوګانو ،دمیډیاوو دمسوولینو ،دتلویزیوني چینلونو ،دجوماتونو دملا امامانو ،دمکاتبو له معلیمنو او شاګردانو ،دپوهنتون دمحصلانو او استادانو او دټولو ولسونو څخه داده ،چې پدې اړه ښه تبلیغات وکړي.))

دیادونې وړ ده ،څو ورځې وړاندې خوست والي عبدالجبار نعیمي هم دیاد ولایت په ولایتي روغتون کې دتخصص دپروګرام دپرانیستې په مراسمو کې په خوست کې دپولیو دیو شمیر واقعاتو په پیښیدو خواشیني ښودلې وه او ویلې يې ول ،چې تر دې وروسته به له هرې ممکنې لارې څخه په ګټه اخیستنې دماشومانو د دایمي معیوبیت له داډول پيښومخه نیسي.

خبریال/نجیب الله الوخیل
XS
SM
MD
LG