د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

د علماوو شورا یوځل بیا ځان وژونکې حملې حرامې وبللې


که څه هم د افغانستان د علماوو شورا یوځل بیا په یوه فتوا کې ځان وژونکې حملې حرامې بللي خو څیړونکي وایی چې دا فتواوې به و نشي کړی ځان وژونکې حملې کمې یا بندې کړي.

د افغانستان د علماوو شورا د جمعې په ورځ له ولسمشرکرزي سره په لیدنه کې ویلي چې ځان وژونکې حملې په اسلام کې اساس نلري او هرڅوک یې چې ترسره کوي له اسلام سره په ټکرکې دي.

د دې شورا غړي مولوي شفیع الله نورستاني د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې د اسلامي مسایلو او احکامو په اړه په مکرر ډول معلومات ورکول د دیني علماوو دنده ده او هرو مرو اغیزې لري:

د علماوو شورا تل ټینګار کړی چې ځان وژونکې حملې او نا امنۍ رامنځ ته کول د قرآنکریم او احادیثو خلاف عمل دی. علما مسوول دي چې دا مسایل د قرآن کریم او احادیثو له نظره تکرار کړي او خلکو ته یې لکه څنګه چې لازمه ده ورسوي. د علماو لخوا د دې مسایلو څرګندول ډیرې اغیزې لري او دا ډیره اړینه ده چې خلک ډاډ پیدا کړي او پر مسایلو خبر شي

د افغانستان د علماوو شورا په دې اړه یو پریکړه لیک هم صادر کړی چې نهه مادې لري او پکې د اسلام له نظره ځان وژونکې حملې حرامې او د اسلام ضد کار بلل شوی.

د افغانستان د علماوو شورا تردې پخوا هم څو ځلې ورته فتواوې ورکړي او د وسله والو مخالفانو لخوا ځان وژونکو حملو ته په اشاره یې ویلي چې دا غیر اسلامي عمل دی.
خو وسله والو مخالفانو دا پریکړې او فتواوې په پام کې نه دي نیولي او ځان وژونکو حملو ته یې دوام ورکړی.

د سیاسي چارو څیړونکي وایی چې دا ځل به هم د افغانستان د علماوو د شورا پریکړه او فتوا د ځان وژونکو حملو د مخنیوي او کمیدو په برخه کې کوم اغیز ونلري.

سیاسی کتونکی حاجي سید داوود هم ورته نظر لري او وایی چې د افغانستان د علماوو شورا له افغان حکومت نه امتیازات ترلاسه کوي او له همدې امله یې پریکړو ته وسله وال مخالفان پاملرنه، نه کوي:

”په ډیرې خواشینۍ سره باید ووایم هغه اعتبار چې علمایې په ټولنه کې لري د افغانستان د علماوو شورا یې نلري ځکه دا شورا له حکومت نه یولړ امتیازات ترلاسه کوي.
کله چې دوی په عاموخلکو کې لازم اعتبار ونلري نو څنګه به وکولای شي چې فتواوې یې پرهغو کسانو اغیزې وکړې چې هغوی ځان وژونکې حملې ترسره کوي“

په افغانستان کې یوه لویه ستونزه ځان وژونکې حملې بلل کیږي،که څه هم د افغانستان د علماوو شورا په وار وار ویلي چې دا حملې حرامې دي خو وسله والو مخالفانو نه یوازې دا حملې درولي نه دي بلکې له پخوا څخه یې نورې هم زیاتې کړې دي.

عام خلک وایی د وسله والو مخالفانو لخوا په ترسره شویو ځان وژونکو حملو کې ملکي وګړو ته هم ډیر کله مرګ ژوبله اوښتې او دوی له دې امله سخت اندیښمن دي.

افغان حکومت په دې هڅه کې دی چې له بیلا بیلو لارو څخه د ځان وژونکو حملو مخه ونیسي خو له ډیرو هڅو سره سره لا تراوسه په دې برخه کې بریالی شوی نه دی
XS
SM
MD
LG