د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

هند: يو سړى پر يوې نجلۍ د جنسي تېري په تور ونيول شو


په هند کې پولیسو یو سړی پر یوې پنځه کلنې انجلۍ د جنسي تیري او شکنجې په تور نیولی دی .

پولیس وایي، چې دا مشکوک سړی دوه ویشت کلن دی او د دې هیواد په ختیځ ایالت بیهار کې د خپل خسر کور ته تر تښتیدلو وروسته ونیول شو .

ویل کیږي، چې مشکوک تورن دا پینځه کلنه انجلۍ د دوشنبې په ورځ تښتولې وه ، درې ورځې یې په خپل کور کې پټه ساتلې وه او د پنجشنې په ورځ پولیسو د هغه کور ته نږدې پيدا کړه .

دا نجلۍ په نوي ډیلي کې یوه لوي دولتي روغتون ته وړل شوې ده او ویل کیږي، چې روغتیايي حالت یې ډير نازک دی.

تر دې پيښې وروسته په نوي ډیلي کې د پولیسو د مرکز او روغتون په وړاندې خلکو مظاهرې وکړې او په هیواد کې یې د قانون د حاکمیت غوښتنه وکړه .

د ویکاس په نوم یوه مظاهره کونکي نن په نوي ډیلي کې د هند خبري اژآنس (ANI) ته وویل :

موږ دلته یوازې او یوازې د یوې خبرې لپاره را غونډ شوي یو او هغه دا چې تیری کونکی باید اعدام شي. دا کسان باید وډار شي څو په راتلونکې کې د داسې کار تر کولو مخکې لس واره فکر وکړي.

د هند ټلویزیونو د نن ورځې په ترځ کې د زیاتو مظاهرو د پلان خبر ورکړی دی.
XS
SM
MD
LG