د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

ننګرهار کې مظاهره چيانو د والي د استعفى غوښتنه وکړه


دغه مظاهرې د شنبې په سهار د ننګرهار په جلال اباد ښار په بیلابیلو ځایونو کې پیل شوې. لاریون کوونکو د جلال اباد او تورخم لویه لاره د سرخ دیوال په ساحه کې،د کابل جلال اباد لویه لاره يي د سرخرود په دوسرکه کې او دارنګه د فارم هډې او بهسود پُل په ساحه کې هم په سلګونو خلکو لارې تړلي،چې اوس هم د اعتراض په ډول په یادو سیمو راغونډ شوي او د والي ګل اغا شیرزي پرضد شعارونه ورکوي.

لاریون کوونکي پر والي ګل اغا شیرزي نیوکې کوي،چې دی په ننګرهار کې د یوې قوي مافیه يي ډلې مشري کوي،په غصب او فساد کې لاس لري او دارنګه دده په موجودیت کې پاکستاني ملیشو خپلې پوستې د افغانستان په خاوره جوړې کړې او په مومندو کې یو شمېر کسانو پاکستاني شناخت کارډونه هم توزیع کړل،خو والې پرې تر اوسه غوږ نه دی ګرولی.

لاریون کوونکي وايي،چې والي دې د حساب میز ته کښینې او د ننګرهار ولس ته دې حساب ورکړي:

« لاریون کوونکی:والي ٣٥٠ ميليونه افغانۍ د بيارغونې اخيستي او پکار ده چې د دغو پېسو حساب ورکړي.

لاریون کوونکی:د سرخ ديوال ځمکه يې خرڅه کړې، دلته يې ځمکې په ٩٠کلونو په اجاره ورکړي دي، او يوه ګډ وډي يې رامنځته کړې ده

لاریون کوونکی:تر څو چې دا فاسد والي په ننګرهار کې وي او د خپل فساد په اړه حساب ورنه کړي، مونږ به خپل لاريونونه کوو»

بلخوا د مومندو د شورا مشر حاجي جهانیزیب خان پر والي تور پورې کړي،چې په تیرو څو کلونو کې د شینوارو د دوو قبیلو ترمنځ،چې څومره مرګ ژوبله رامنځته شوې والي په کې ګرم دی،ځکه ده دا ډول ډلې ټپلې په ټولو ولسوالیو کې جوړې کړي:

«په شينوارو کې يې خلک سره وجنګول، خوګياڼو کې يې سره خلک وجنګول او لسګونه خلک په کې مړه شول».

بل لور د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزي رسنیو ته وویل،چې مظاهره چیانو دوی ته دوه ورځې وړاندې خبرداری ورکړی و.

نوموړی وايي،چې دوی یاده موضوع له مرکزي دولت سره شریکه کړې او په نیږدې وخت کې به له کابله ددې موضوع د څیړنې په موخه پلاوی راواستوي.

« والي ګل اغا شيرزي له ولسمشر حامد کرزي څخه غوښتي دي چې په دې اړه يو با صلاحيته پلاوى ننګرهار ته راوليږي ، تر څو دغه موضوع له نږدې څخه بررسي کړي».
نوموړي د نورو تورونو په اړه له خبرو کولو څخه ډډه وکړه.

بلخوا د جلال اباد په څلورو لویو لارو تلوونکي مسافر هم د تګ راتګ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د ویلو ده،چې په دې لاریون کې د پارلمان یو شمېر وکیلان او د مختلفو ولسوالیو یو شمېر قومي مشران او ځوانان برخه لري.

دا معلومه نه ده،چې دا تړل شوې لویې لارې به څه وخت پرانستل کیږي،خو مظاهره چیان وايي،چې والي خپله استعفا نه وي ورکړي او د ننګرهار ولس ته يي حساب نه وي ورکړی دوی به په همدې ډول لارې وتړلي.

خو یو شمېر اوسیدونکي اندیښنه ښکاره کوي،که چېرې دا مسله ژر ونه څيړل شي او دا مظاهره همداسې دوام ولري هسې نه،چې په تاوتریخوالي واوړي.
راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG