د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۸

امریکا او روسیه به همکاري زیاته کړي


د روسیې او امریکا ولسمشرانو د باسټن د پیښې په اړه په ټیلفون خبرې وکړې. دا خبرې په دې پسې وشوې چې څرګنده شوه چې په باسټن کې د دوشنبې په ورځ چاودنې دوو هغو کسانو کړې دې چې د روسیې د شمالي قفقاز دي.
دې غبرګو چاودنو درې تنه ووژل او یو سل او شپږ اویا نور یې ټپیان کړل.
روسیې او امریکا نن موافقه وکړه چې له ترروزم سره په جګړې کې همکاري وکړي.
دا موافقه په دې پسې شوې ده چې د امریکا په باسټن ښار کې د ډله ییزې ځغاستې د لوبې په پای کې د دوشنبې په ورځ چاودنې وشوې او له تحقیقاتو معلومه شوه چې دا چاودنې دوو چچنیایانو کړې دي.
د دغو دوو تورونو کسانو یو تن د تیمورلن په نوم شپږ ویشت کلن ځوان و چې د پنجشنبې په ورځ هغه وخت ووژل شو چې پولیس ورپسې شول، دوهم تن چې د همدې تورن ورور دی. دی جوهر څرنایف نومیږي، د نولس کلونو دی.
رپوټونه څرګندوي چې څرنایف په واټرټاون سیمه کې د یوه کور شاته په یوې کشتۍ کې چې هلته پرته وه پټ شوی و او د عملیاتو په وخت ونیول شو.
نن سهار دا خبر وروسته تر دې خپور شو چې د بوسټن په لمنو کې د پولیسو د پلټنې پر مهال د ډزو او چاودنو رپوټونه خپاره شول. څرنایف د پولیسو په وینا اوس په روغتون کې دی.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د څرنایف د نیولو په اړه وویل، د دې تراژیدۍ یو مهم فصل وتړل شو:
« د بوسټن پولیسو، فدرالي پولیسو او سیمه ییز پولیسو په ټول ماسا چو ستس کې، په مسلکي ډول او میړانه په تیرو پنځو ورځو کې هڅې وکړې او نن شپه د دوی د دغو نه ستړي کیدونکو هڅو له برکته موږ د دې تراژیدۍ یو مهم فصل وتاړه»
کرملین وویل چې د روسیې ولسمشر ولایمیر پوتین د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته ټیلفون وکړ، هغه ته یې یوځل بیا د باسټن د پیښې لپاره خواخوږي څرګنده کړه او ورته ویې ویل چې څرنګه ماسکو او واشنګتن په ګډه له نژدې د ترورزم پر ضد مبارزه وکړي.
د ولادیمیر پوتین ویاند دیمیتر پیسکوف وویل،ارتباط به د استخباراتي ادارو له لارې ونیول شي.
فرانس پریس اژانس د سیاسي څیړونکو په وینا څرګندوي چې د امریکا او روسیې تر منځ استخباراتي همکارۍ د دې لپاره کمزوري پاتې شوې دي، چې په واشنګتن کې دا اندیښنې شته چې پوتین د خپلو سیاسي مخالفانو د ځپلو لپاره له ترورزم سره جګړه بهانه کوي او هغوی ځپي.
XS
SM
MD
LG