د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

"امنیتي تړون، معاملې او خنډونه"


کابل چاپ یوشمېر ورځپاڼو د بېلابیلو موضوعاتو ترڅنګ د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک په اړه لیکنې او تبصیرې کړې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپانې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان خبرې راخیستې؛ چې ویلي یې وو، په راتلونکو دوو میاشتو کې به د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شي.

ملي باور:

بلې خپلواکې ورځپاڼې ملي باور د جنرال جوزیف ډنفورډ په حواله لیکي؛ دا ډېره مهمه ده، چې له روان جګړییز موسم څخه مخکې دواړه هېوادونه پرامنیتي سند یوې پرېکړې ته ورسېږي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپانې د ولسمشر حامد کرزي له خولې لیکي؛ له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره هېڅ راز بېړه نه لرو او هڅه کوو، چې د دواړو لورو ګټې په کې خوندي شي.

د همدې ورځپانې د سرمقالې عنوان دی؛ "امنیتي تړون، معاملې او خنډونه."

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې په دې وروستیو کې داسې ویل کیږي، چې امریکا او پاکستان د یوې معاملې په اړه خبرې کوي چې؛ له مخې به یې پاکستاني پلوه کسان په افغانستان کې واک ته رسیږي، خو همدا کسان به په هېواد کې امریکايي اډې مني او دهغو ساتنه به کوي.

په سرمقاله کې راغلي امریکا به هغه ډول امنیتي تړون ته درسېدو لپاره چې دوی یې غواړي؛ نورو معاملو ته هم لاس واچوي او زیات فشارونه به رواړي.

د سرنوشت د سرمقالې د لیکوال په باور له امریکا سره امنیتي تړون باید هغه وخت وشي چې؛ په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او سولې تضمین وشي او دغه را تضمین شي چې، د امریکا حضور به افغانستان ته نوې کورنۍ، سیمه ییزې او نړیوالې ستونزې نه زیږوي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپانې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې؛ افغانان په کومو شرایطو له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیکوي؟

د سرمقالې د لیکوال په باور، افغانان له امریکا دا غواړي، چې له دغه تړون سره به په افغانستان کې د ګاونډیو په تېره بیا د پاکستان او ایران لاسوهنې بندوي.

د هېواد سرمقاله لیکوونکي لیکي؛ امریکا به د افغانستان هوايي ځواک پیاوړی کوي او ترګردو مهمه دا چې امریکا به دافغانستان د مځنکۍ بشپړتیا دفاع اوساتنه کوي.

انیس:

په پای کې انیس دولتي روځپاڼه د افغان ولسمشر له خولې لیکلي د افغانستان له ملت پرته بل هېڅ قوت د امریکا حضور په هېواد کې نه شي تضمین کولای.

چمتووکوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG