د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۸

ناټو افغان ځواکونو ته د مرستو د شفافیت تړون لاسلیکوي


د ناټو عمومي منشي انډرس فوغ راسموسین
د ناټو عمومي منشي انډرس فوغ راسموسین
د ناټو عمومي منشي "انډرس فوغ راسموسین" د جمعې په ورځ په برسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د راتلونکي غونډې او په افغانستان کې د ناټو او ایتلافي ځواکونو په راتلونکو پلانونو خبرې وکړې او ویي ویل، په دې غونډه کې به افغان امنیتي ځواکونو ته د ناټو د مرستو د شفافیت او حساب ورکولو په اړه یو توافق وشي.

د ناټو عمومي منشي انډرس فوغ راسموسین د خبرو په پیل کې جاپان، جنوبي کوریا او نورو آسیایي هېوادونو ته د خپل سفر او د دغو هېوادونو له مشرانو سره د خبرو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، جاپان او جنوبي کوریا په سلونو عسکر په افغانستان کې د آیساف ماموریت ته ورکړي او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې په چارو کې مهمه ونډه لري:

"د افغانستان په ختیځ کې د کوریا د جمهورت په سلونو عسکر د آیساف متحدانو په څنګ کې خدمت کوي. جاپان له افغان ځواکونو سره د نظر وړ مرستې کوي؛ په خاص ډول د سواد د زده کړې او تعلیم په برخو کې."

د ناټو عمومي مشني وویل، د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د راتلونکي غونډې پر مهال به په ایساف کې د شاملو ۲۲ هېوادونو د بهرنیوچارو له وزیرانو سره چې د ناټو غړیتوب نه لري، هم خبرې وکړي.

انډرس فروغ راسموسین زیاته کړه، د روان کال په وروستیو کې چې افغان امنیتي ځواکونه د ټول هېواد د امنیتي چارو مشري په غاړه اخلي؛ دا به د دې سازمان لپاره یوه مهمه مرحله وي:

"د روان کال په وروستیو کې هغه مهال چې افغان ځواکونه په ټول هېواد کې د امنیتي چارو مشري په غاړه اخلي، ناټو به یوې مهمې مرحلې ته داخله شي. په همدې وخت کې به د آيساف ماموریت له محاربې څخه ملاتړ ته بدل شي."

د ناټو عمومي منشي په خبرو کې زیاته کړه، د ۲۰۱۴ م کال په پای کې به زموږ د پرمختګ پته هغه وخت ولګیږي چې؛ افغان ځواکونه په ټول هېواد کې د امینتي چارو بشپړ مسوولیت واخلي. له افغان ځواکونو سره به زموږ ملاتړ له ۲۰۱۴ م کال اخوا مودې کې هم دوام وکړي.

د ناټو عمومي منشي وویل، د دې سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په راتلونکي غونډې کې به افغانستان ته د ناټو د مرستو په شفافیت او اغیزناک ډول د پیسو د لګولو او حساب کتاب پرلارو چارو هم بحث وشي:

"زه دغه راز تمه لرم چې، په دې غونډه کې به د افغانستان امنیتي ځواکونو ته زموږ د راتلونکو مرستو د شفافیت او حساب ورکولو په اړه یو توافق هم وشي."

راسموسین وویل، دا تړون به د افغان امنیتي ځواکونو د غښتلتیا د دوام او دغه راز د افغانستان له ماموریت څخه د مرستندیو هېوادونو د خلکو د ملاتړ لپاره هم یو مهم ګام وي.
XS
SM
MD
LG