د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۵۵

افغان دولت تر ٢٠١٤ وروسته د جرمني ځواکونو د پاتې کېدو هرکلى وکړ


افغان چارواکو او ناټو د جرمني د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې له ۲۰۱۴ کال وروسته یې په افغانستان کې د خپلو یوشمېر سرتېرو د پاتې کېدو وړاندیز کړی.

د افغانستان د کورنیوچارو وزارت ویاند د جمعې په ورځ د جرمني د هغې وړاندیز هرکلی وکړ چې وايي له 2014 کال وروسته به یې یوشمېر سرتېري په افغانستان کې پاتې شي.

د جرمني دفاع وزیر د پنجشنبې په ورځ له 2014 کال وروسته په افغانستان کې له 600 تر 800 پورې د جرمني سرتېرو د پاتې کېدو لپاره تیاري وښوده چې په غالب ګومان په مزارشریف او کابل کې به دېره وي.

توماس دې مایزییه Thomas de Maiziere په برلین کې خبریالانو ته وویل چې د دې سرتېرو د پاتې کېدو مقدماتي موده به دوه کاله او دنده به یې په افغانستان کې له دېره نړیوالوځواکونو سره په ترېننګ او نورو چارو کې مرسته وي.

د کورنیوچارووزارت ویاند صدیق صدیقي د جمعې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د جرمني دې پرېکړې ته اشاره وکړه، ویې ویل چې افغانستان له 2014 کال وروسته هم د ناټو مرستو ته اړتیا لري خو لومړیتوبونه به یې افغان حکومت ټاکي:

”ناټو تراوسه پرېکړه نه ده کړې چې له 2014 کال وروسته به یې په افغانستان کې ماموریت څه ډول وي خو د چارواکو له څرګندونو ښکاري چې پلان یې دا دی چې ونډه به یې د افغان امنیتي ځواکونو ته سلامشورې ورکول او د هغو روزنه وي چې هرکلی یې کوو. خو په هرصورت هره پرېکړه به له افغان حکومت سره په مشوره او د هغو اړتیاوو او لومړیتوبونو پربنسټ کېږي چې موږ به یې له نړیوالې ټولنې سره مطرح کړو“

ناټو هم د جمعې په ورځ د جرمني د وړاندیز هرکلی وکړ، ویې ویل چې دا به د ناټو نور غړي هم وهڅوي.

د ناټو عمومي منشي اندرېس فوګ رسموسین د جمعې په ورځ په بروکسل کې په یوه خبري غونډه کې که څه وویل چې د اپرېل په ۲۳مه د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې به په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د ماموریت لپاره د ناټو له غړو څخه د سرتېرو د ژمنو رسمي غوښتنه ونشي خو دا یادونه یې هم وکړه چې د جرمني ژمنه ښايي نور هېوادونه هم وهڅوي:

”زه د جرمني د دې اعلان چې له 2014 کال وروسته ماموریت سره یې په داسې اغېزمنه طریقه د مرستې لپاره تیاري وښوده تود هرکلی کوم. زه همداراز فکر کوم چې د جرمني اعلان به د نورو احتمالي مرستندویانو د هڅونې لپاره یو ښه مثال شي“

وسله والو طالبانو خبرداری ورکړی چې د برلین له دې اعلان سره به پر جرمني ځواکونو حملې هم زیاتې شي.

جرمني په افغانستان کې شاوخوا څلورزره او دوه سوه سرتېري لري چې ډېره برخه یې د هېواد په شمال کې دېره دي.
XS
SM
MD
LG