د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

پرویزمشرف دوه ورځې په خپل کور کې نظر بند شو


د پاکستان پخوانی پوځي واکمن پرویزمشرف نن په اسلام اباد کې محکمې ته له تسلمیدو وروسته دوه ورځې په خپل کور کې نظر بند شو.

تمه ده، چې دا پخوانی جنرال به دوه ورځې وروسته د ترورزم ضد محکمې ته حاضر کړی شي.

د مشرف وکیل ویلي دي، په کور کې د دې بند خلاف به د جمعې په ورځ ناوخته ددې هېواد په سترې محکمې کې د استیناف غوښتنه وکړي.

د پاکستان تلویزوني چینلونه د جمعې په سهار هغه تصویرونه وښودل چې په کې د پولیسو په بدرګه پرویز مشرف د اسلام اباد محکمې ته د تلو په حال کې لیدل کیده .

د دې محکمې قاضي پرون د مشرف ضمانت رد کړی او د نوموړې د نیولو حکم یې کړی و خو مشرف له محکمې څخه تښتیدلی و .

نهه شپیته کلن پرویز مشرف په ۲۰۰۷ م کال کې چې کله یې اضطراري حالت اعلان کړ او د هیواد اساسي قانون یې وځنډوه ، د یو شمیر قاضیانو د په کور کینولو له تورونو سره مخ دی .

نوموړی د تیر مارچ په میاشت کې پاکستان ته ستون شو چې د مې د یولسمې نیټې په انتخاباتو کې د خپل نوې جوړ کړي ګوند مشري وکړي .
XS
SM
MD
LG