د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

شاو خوا څلور مياشتې کېږي، چې زابل ښاروال نه لري


د زابل اوسېدونکي وايي، تر درې نيمو مياشتو زيات وخت کېږي چې په دغه ولايت کې ښاروال نشته او د ښاروالۍ ټول کارونه په ټپه ولاړ دي. دوی وايي، ځينې کسان د ښاروالۍ د کارکوونکيو په نومونو ورځي او له دوی څخه پيسې اخلي.

د زابل اوسېدونکي وايي، د تېر مني وروستۍ دوړي، د ژمي واورې او د پسرلي د بارانونو خټې يې په زړه خوړينۍ وزغملې خو دا دی د پسرلي هوا هم له ځان سره د سړکونو پر غاړو د ايښودل شويو ډکو کثافت دانيو بدبويي د ښار په کوڅو کې خپروي.

دوی وايي، تر دريو مياشتو هم څو اوونۍ اوښتې دي، چې دغه ولايت ښاروال نه لري او د ښاروالۍ ټولې چارې په ټپه ولاړې دي.

د زابليانو په خبره، هر سهار يې دروازې ته يو نابلده کس ولاړ وي، د دوکانونو د مخې، سړکونو او چريو د پاکولو لپاره ورڅخه د ښاروالۍ د کارکوونکي په نامه پيسې اخلي او بيا په خپله مخه ځي.

قدرت الله د ښاروالۍ ودانۍ ته ورڅېرمه په مخامخ کوڅه کې دوکان لري، دی وايي، په تېرو دريو درې نيمو مياشتو کې يې کله نه دي په ياد شوي، چې د دوی کوڅه دې پاکه شوې وي، يا دې يې له کثافاتو ډکه کثافت دانۍ چا د تشولو لپاره وړې وي.

دی وايي، هغه هم وخت وو، چې په کلات کې به ښاروال ناست وو او کارونه به سم روان وو:

"مخکې چې به کوم کار د دوکانو د جوازونو لپاره کېده، يا به د سرايونو او نورو ماليو لپاره کېده، هغه کار به تر کنټرول لاندې وو، خو اوس چې ښاروال نشته دا کارونه ټول په ټپه ولاړ دي، زما دوکان ښاروالۍ ته په مامخ کوڅه کې دی.

دغه کوڅه په دا مياشتو مياشتو موږ نه ده ليدلې چې صفا شوې دې وي، په دا اوس وخت کې څوک په کوڅو کې تېرېدلای نه شي، کچره دانۍ شته خو ډکې دي، چريانې ټولې ډکې دي. "

د کلات ښار يو بل دوکاندار وايي، په مارکېټونو کې تر پرتو کڅوړو او کاغذونو زيات نوټونه ورڅخه د ښاروالۍ د کارکوونکيو په نوم ځينو کسانو وړي، خو د چا د کار درک نه دی لګېدلی:

"نوم مې هجرت الله دی، د زابل يو دوکاندار يم، د صفايي والا يو ځای پیسې راڅخه غواړي، نور بل ځای پيسې غواړي، کلنتر يې درې کلنتران دي، د ماليې پيسې دې واخلي خو دغه د چريانو د پاکولو په نوم چې راڅخه پيسې اخلي خو په مياشت کې يې يوه ورځ هم نه پاکوي، د رېړۍ وال هم په خپل سر را روان وي، وايي پيسې راکړئ بل هم را روان وي، بل هم، ښاروال نشته، ښاروالۍ سرپرست نه لري، کارونه ټول ګډوډ دي. "

په زابل کې په مياشتو مياشتو د ښاروال نه شتون، له دوکاندارانو د پيسو ټولولو او د کلات ښار چټليو د دغه ښار ځينې اوسېدونکي دومره مايوسه کړي، چې ځينې خو يې له دولت څخه يو مخ د ښاروالۍ د تړلو غوښتنه کوي.

هدايت الله يو د همدغسې کسانو له ډلې دی:

"تقريبا تر دريو مياشتو زيات وخت کېږي چې ښاروال نشته، د محصول په شکل يې موږ ته کتابچې راکړې دي، پېنځه پېنځه سوه افغانۍ وړي خو د پاکي يې هيڅ درک نشته، يا دې دا ښاروالي بنده شي، يا دې ښاروال را ته را ولېږي او يا دې دغه کسان راڅخه بند کړي چې په يو او بل نامه راڅخه پيسې اخلي. "

په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازی قادر قلاتوال ستونزه په ولايتي اداره کې بولي او وايي، چې تر دې وړاندې هم د دغه ولايت اوسېدونکي له ښاروالانو څخه چندان ښې خاطرې نه لري:

"په دې خبره کې زه اصلآ هيڅ منطق نه وينم چې ښاروال بايد په کلات کې وو نه اوسېږي، که چېرته ارګانهای محل وغواړي يا که چېرته د زابل ولايتي اداره وغواړي چې هلته ښاروال صادقانه وو اوسي همدا سبا ښاروال هلته تلای شي، خو متاسفانه په دغه لسو کالونو کې چې دوه ښاروالان په کلات کې تېر شوي دي، متاسفانه چې د زابل خلک ډېرې بدې خاطرې ورڅخه لري، هغه وخت کاملآ له قانون سره په ټکر کې اجرات شوي دي، له موږ سره يې اسنادونه موجود دي."

د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار که څه هم دا مني چې دا درې څلور مياشتې دغه ولايت ښاروال نه لري، خو وايي، د ښاروالۍ چارې سمې روانې دي، او دوی به هڅه وکړي چې خپل ولايت ته، يو ښه ښاروال پيدا کړي:

"تر څلورو مياشتو واوښتې چې زابل ښاروال نه لري، د کلات ښاروال فراه ولايت ته او د فراه هغه کلات ته را بدل شوي وو، خو متاسفانه د فراه پخوانی ښاروال تر اوسه دلته دندې ته نه دی حاظر شوی. ولې دا خبره نه منم چې په کلات کې سرپرست ښاروال څوک نشته يا د ښاروالۍ کارونه په ټپه ولاړ دي.

د ښاروالۍ د املاکو مدير د ښاروالۍ سرپرت دی او ټولې چارې ښې تر سره کېږي."

د زابل د ښاروال په اړه تر دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي دي، چې ګواکې د ښاروال د ټاکلو پر سر په ملي شورا کې د زابل د استازو او د دغه ولایت د والي تر منځ په ناندريو مياشتې تېرېږي، خو ښاروال نه پيدا کېږي.

سيدشاه سقيم
XS
SM
MD
LG