د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۵

جرمني خپل سلګونه سرتېري په افغانستان کې پرېږدي


جرمني پرون د نړېوالو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د خپلو سلګونو سرتېرو پرېښودو ته چمتووالی ښودلی.

جرمني وايي، چې دا سرتېري به په افغانستان کې د نړېوالې ټولنې له پوځي ماموریت سره عمدتا د ترېنېنګ په برخه کې مرسته وکړي.

د جرمني دفاع وزیر پرون په برلېن کې وویل چې هېواد به یې په دې اړه د حکومت طرح په راروانو نړیوالو غونډو کې یاده کړي.

د جرمني دفاع وزیر د 2014 کال په پای کې چې نړېوال ځواکونه له افغانستانه وځي په افغانستان کې له شپږسوو تر اتو سوو پورې د جرمني سرتېرو د یوې ډلې د پاتې کېدو لپاره چمتووالی وښود.

په غالب ګومان دا سرتېري به په کابل او مزارشریف کې دېره وي.

توماس دې مایزییه Thomas de Maiziere چې پرون د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر ګویدو وېستېوېلې Guido Westerwelle سره په برلین کې په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې کولې وویل چې د دې سرتېرو د پاتې کېدو مقدماتي موده به دوه کاله وي او دنده به یې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له پوځي ماموریت سره د ترېنېنګ، لارښوونې او ملاتړ په برخه کې مرسته وي.

دې مایزییه زیاته کړه، چې جرمني به دا طرح نړیوالو غونډو ته وړاندې کړي:

(موږ ډاډه یو چې د عسکرو دا شمېر به ماموریت، د پلان جوړولو بهیر او د نورو هېوادونو له خوا د سرتېرو استولو ته په پام سره له پوځي پلوه مناسب شمېر وي. موږ به داطرح اوس د هماهنګۍ لپاره نورو نړیوالو غونډو ته یوسو.

ډاډه یو چې دا وړاندیز د افغانستان او زموږ د نړیوالو متحدانو لپاره زموږ سیاسي مسوولیت توجېه کوي.)

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې له 2014 کال وروسته د پاتې کېدونکو جرمني پوځیانو د حضور په اړه به د جرمني حکومت په سپټمبر میاشت کې له عمومي انتخاباتو وروسته پرېکړه وکړي.

نظر پوښتنې ښيي چې په دې انتخاباتو کې به د انګېلامېرکل په مشرۍ د ښي اړخو ګوندونو ائتلاف بیاهم واک ته ورسېږي او په دې توګه د اوسني حکومت پالیسۍ ښايي دوام وکړي. جرمني په افغانستان کې شاوخوا څلورزره او دوه سوه سرتېري لري چې ډېره برخه یې د هېواد په شمال کې دېره دي.

جرمني په داسې حال کې له 2014 کال وروسته د نړیوال ائتلاف په چوکاټ کې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د پاتې کېدو وړاندیز کوي چې روسيې له ناټو او متحدانو څخه یې غوښتنه کړې چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته په دې هېواد کې د خپل حضور څرنګوالی روښانه کړي.

د روسیې د بهرنیوچارو وزارت مرستیال الکسي میشکوف Alexei Meshkov پرون وویل چې هېواد به یې دا مسئله د روانې میاشتې په درویشتمه د ناټو او روسیې د شورا په غونډه کې یاده کړي.

میشکوف وویل، د ناټو او روسیې د شورا په غونډه کې به افغانستان په منځني ختیځ، سوریه او د کوریا په ټاپووزمه کې د بحرانونو تر څنګ د بحثونو مهمه موضوع وي.

د دې روسي ډيپلومات په وینا مسکو غواړي له 2014 کال وروسته په افغانستان کې د ماموریت په اړه د ناټو او د ناټو د متحدانو دریځ د روسیې لپاره روښانه او څرګند وي.
XS
SM
MD
LG