د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۸

"د دیني علماوو له همکارۍ پرته د سولې بریا ګرانه ده"


یو شمېر افغان او مصري دیني علما وایې چې، د دیني علماوو له همکارۍ پرته په افغانستان کې د سولې بریا ګران کار دی.

دې علماوو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډه پر مهال د افغانستان د سولې په بهیر کې د علماوو پر رول خبرې وکړې.

په دې غونډه کې چې د افغانستان د علمي او اسلامي تحقیقاتو د مرکز له خوا د یو شمېر افغان او مصري علماوو په ګډون جوړه شوی وه، یو پریکړه لیک هم صادر شو.

یو شمیر افغان او مصري علما وایې چې، په اسلامي ټولنو کې د علماوو مسئولیت ډير زیات دی او دوي کولای شي د سولې په راوستلو کې مهم کارونه ترسره کړي.

یو شمیر له دې علماوو څخه د پنجشنبې په ورځ د یوې خبري غونډې پر مهال په کابل کې وویل چې، اوس مهال په افغانستان کې علما کولای شی د سولې د راوستلو په برخه کې مهم رول و لوبوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د دعوت د کمیټې رئیس او د د دې هیواد د علماوو د شورا غړي شفیق الله نورستاني چې پدې غونډه کې یې خبري کولې وویل ، که چیرې علما د سولې له پروسې څخه ملاتړ و نکړي، نو دا هڅې به بې نتیجې پاته شي.

د ، زموږ او زموږ د مسئولیتونو تر نامه لاندې په دې غونډه کې چې د افغانستان د علمي او اسلامي تحقیقاتو د مرکز لخوا جوړه شوې وه یو شمیر افغان او مصري علماوو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې یو اوه ماده ایز پریکړه لیک هم صادر شو چې پکې د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ شوی او له نړیوالي ټولنې غوښتنه شوې ده چې وسله وال مخالفان د سولې خبرو ته اړ باسی.

د غونډي یوه برخه وال او د مصر د علماوو یوه غړي شیخ ضیا الحق شعبان هم د سولې په بهیر کې د علماوو پر رول ټينګار وکړ او زیاته یې کړه چې دیني علما مسئولیت لري چې په ټولنه کې له منفي پدیدو سره مبارزه او د هغوی معقوله حل لاره و مومي.

(مشرانو او علماوو، علما په ټولنه کې ډیره مهمه ونډه لري. که هغوی صالح او مسلمان وي، ګرده ټولنه به د هغوی په پيروي صالح او مسلمانان وي.)

له څو کلونو راهیسې افغان حکومت له وسله والو مخالفانو سره د سولې هڅي پيل کړي، حتی جمهور ریس حامد کرزی څه موده مخکې قطر ته ولاړ څو هلته د طالبانو لپاره د یوه سیاسي آډرس پر جوړولو او دغه راز د سولې په روان بهیر کې د قطر د حکومت د مرستو پر جلبولو خبري وکړي.

خو کتونکي بیا دا هڅې بې ګټي بولي او وایې تر څو چې د افغانستان په روان کړکیچ کې ښکیل اړخونه په تیره ګاونډي هیواد پاکستان صادقانه همکاري نه وي کړې، نو د دې بهیر د بریالي کیدو امکان ډير کم دی.

وسله والو طالبانو په وار وار له افغان حکومت سره د سولې خبري رد کړي دي او له افغانستان څخه یې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی.
XS
SM
MD
LG