د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۶ غویی ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۱۵

روسیه په افغانستان کې د نفوذ په لټه کې ده


یو شمېر روسي فوټبالران چې کابل ته د لوبو لپاره راغلي وایې، د دوی هدف د افغانستان او روسیې ترمنځ ښې اړیکې ټینګول دي.

دا هغه فوټبالران دي، چې کلونه مخکې یې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونوپه چوکاټ کې پر افغانستان یرغل کړی وو.

دا روسي فوټبالران ډیر خوښ ښکاریدل، چې دا ځل افغانستان ته د جنګ لپاره نه بلکې د فوټبال لپاره راغلی دي.

خو یو شمېر سیاسي څیړونکي وایی چې له افغانستان څخه امریکایی او ناټو ځواکونه په وتو دي او روسیه له بیلابیلو لارو په دې هڅه کې ده چې په دې هیواد کې نفوذ پیدا کړي.

د پخواني شوروي اتحاد لسګونه سرتیري، چې یو وخت افغانستان ته د جنګ لپاره راغلي وو،وایی دا ځل دې هیواد ته د فوټبال د لوبې له لارې د ښو اړیکو د ټینګولو لپاره راغلي دي.

دا اته څلویښت کسیزه ډله چې څلور ویشت پکې فوټبالران او پاتې نور یې له دوی سره ملګری پلاوی دی په ظاهره کې د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم له پخوانیو غړو سره د مسابقو لپاره کابل ته راغلي دي.

د روسي فوټبال کوونکو د ټیم یوه مسوول ایلدربدریدوف د پنجشنبې په ورځ د کابل ښار د فوټبال په میدان کې د لوبو پرمهال آزادي راډیو ته وویل چې دوی له افغانستان سره د ورزش له لارې د ښو اړیکو د ټینګولو په لټه کې دي:

(دوی هغه افسران دی چې له ۱۹۷۹ میلادي کال نه تر ۱۹۸۹ کاله پورې یې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو په چوکاټ کې په افغانستان کې عسکري کړې.

له دې مسابقې څخه زمونږ هدف د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوستۍ د نویو اړیکو ټینګیدل دي.)

دې روسي فوټبالرانو څرګنده کړه چې د دوی په غوښتنه او د افغانستان د مشرانو جرګې د مشر په هلو ځلو کابل ته د فوټبال د لوبو د ترسره کولو لپاره راغلي.

دوی وویل چې د مشرانو جرګې رییس تیرکال مسکو ته په سفرکې له دوی سره ژمنه کړې وه چې افغانستان ته به یې د راتګ زمینه برابره کړي.

که څه هم روسي چارواکو تل د افغانستان په چارو کې د مداخلې د نه کولو خره کړې خو سیاسي څیړونکي حتی د دې فوټبالرانو سفر ته هم سیاسي رنګ ورکوي.

د سیاسي چارو څیړونکي زبیر شفیقي آزادي راډیو ته وویل چې روسیه په دې لټه کې ده چې له کومو لارو په سیمه او نړۍ په تیره په افغانستان کې خپل نفوذ پراخوالای شي:

(اوسنۍ روسیه افغانستان د خپل نفوذ سیمه بولي او ډیره هڅه کوي چې په دې هیواد کې خپل نفوذ وساتي.

روسیه هڅه کوي چې بیرته د پخواني شوروي اتحاد دریځ ترلاسه کړي، په افغانستان کې چې تیریږي روسیه ترې بې خبره نه ده.)

په عین حال کې د افغانستان د فوټبال د ټیم یوه مسوول نورالدین صافي آزادي راډیو ته وویل چې ټاکل شوې د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم یوشمیر پخواني غړي هم کابو دوه میاشتې وروسته مسکو ته د فوټبال د لوبو لپاره ولاړ شي.

له ۱۳۶۷ لمریزکال نه وروسته چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو په افغانستان کې ماتې وخوړه دا لومړی ځل دی چې په دې هیواد کې د امریکایی او ناټو ځواکونو له حضور سره سره د روسیې د فوټبال یو ټیم کابل ته د لوبو لپاره راځي.
XS
SM
MD
LG