د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

د امریکا په تګزاس ایالت کې ستره چاودنه شوې


د امریکا د متحده ایالاتو د تګزاس ایالت په ویکو ښار کې د سرې جوړولو په یوې فابریکې کې په سیمه اېز وخت د شپې د اتو بجو په شاوخوا کې یوه سخته چاودنه وشوه او غږونه یي د ۷۰ کیلومیترو په فاصلې کې هم اوریدل کیدل.

د ودانیو ټوټې او لوګې آسمان ته پورته شوې وو او ځمکې ته د ځینو شیانو د راغورځیدو له امله هم د سیمې خلک سخت وارخطا شوې وو.

د ټګزاس د عامه حفاظت ادارې ویاند ډین ویلسن Dean Wilson له چاودنې وروسته وویل چې له چاودنې څخه د مرګ ژوبلې د اصلې ارقامو په برابرولو به وخت ولګیږې او یو نامعلوم شمیر کسان پکې وژل شوی دي:

«دا مهال مونږ په ستر شمیر کې ټپیان لرو، ممکن له سلو زیات کسان ټپیان وي. دا مهال مونږ د مړیو شمیر نشو تائیدولاي. ارقام هره لحظه ممکن بدل شي. مونږ اوس د سیمې د لټون په حال کې یو».

د سرې د تلوید فابریکه په ویست West ښارګوتې کې وه او په دي سیمې کې شاوخوا ۲۸۰۰ کسانو ژوند کاوه.

د ویست ښاروال ټامي موسکا د تلفاتو په اړه خبریالانو ته وویل:

«زیات شمیر کسان ټپیان شویدي. زه باور لرم چې سبا ته به زیات شمیر کسان دلته نه وي. پدي توګه ستاسي د دعا په برکت دا یوه ډېره غښتلې ټولنه ده. مونږ به بیرته په پښو ودریږو.

دا په دي کلې یا ټولنې کې تر ټولو بده حادثه ده، خو مونږ به یي بیرته ورغوو.

نړۍ نده ختمه شوې ، دا زمونږ په زړونو یو سخت ټپ دی. مونږ به د هر یوه کس لټه کوو او ډاډ به حاصلوو چې هر یو کس شمارل شویدی، دا مهال دا تر ټولو مهم کار دی».


د ویست ښاروال موسکا وویل، د چاودنې پرمهال په فابریکه کې پنځه یا شپږ تنه د اوروژنې رضا کاران موجود وو، خو پته یي نه لګې چې څه ورپیښ شویدي.

ده زیاته کړه، د شپي د یولسو بجو په شاوخوا کې یي اور تر کنترول لاندي راوست خو د سيمې له خلکو څخه یي غوښتې چې د نورو احتمالې چاودنو له امله دي له خپلو کورونو څخه نه راوځي.
XS
SM
MD
LG