د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۹

رښتیا پاکستان په ګوشته کې لګول شوې دروازه لېرې کړې؟


له تیرو څو ورځو راهیسې په رسنیو کې د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ مساله ډيره ګرمه ده، چې له مخې يي پاکستاني چارواکو د یادې ولسوالۍ اړوند سیمه کې دیوال او دروازه لګولې، خو د وروستیو خپرو شویو رپوټونو له مخې پاکستان ژمنه وکړه، چې دا دروازه به لېرې کړي.

د دې لپاره، چې دا موضوع ښه روښانه شي د چهار شنبې په سهار ګوشتې ولسوالۍ ته لاړو، خو هلته په سیمه کې د سرحدي پولیسو چارواکو او د لوا ريس ارکان ژورنالستانو ته اجازه ورنه کړه، چې سیمې ته ولاړ شي او د دروازې حقیقت په انځورونو کې خلکو ته ښکاره کړي.

خو د ګوشتې ولسوال عیسی خان ځواک ازادۍ راډیو سره په مرکه کې دا تاييد کړه، چې تیره ورځ مازدیګر مهال دغه لګول شوې دروازه د پاکستاني چارواکو له خوا لېرې شوې:

«له ډيرې مودې راهیسې په یاده سیمه کې د پاکستاني ملیشو له خوا هلته کار روان و، چې بیا وروسته خبره تر دې ورسیده، چې هغوي د نړېوالو اصولو او قوانینو خلاف دروازه ولګوي، خو تیره ورځ یوازې اوسپنیزه دروازه لرې شوې او چوکاټونه او دیوالونه په ځای پاتې دي».

د ګوشتې ولسوالۍ قومي مشر ګل احمد وايي، چې پاکستان دا دروازه نمایشې راښکته کړې او په نمایشې ډول يي هاغې غاړې ته ايښې ده.

نوموړی وايي، چې دی د دې ستونزو شاهد حال دی، چې په ۱۳۸۳ کال کې د پاکستاني ملیشو پوستې په خاپخ سیمه کې وې، خو د هغه وخت راهیسې تر دې دمه ۴۵ کیلومټره دې غاړه را داخل شوي او اوس يي سر دا دی، ګونڅړۍ سیمې ته رسیدلی دی.

د ده په خبره د افغانستان په هغه خاوره، چې پاکستاني چارواکو پوستې فعاله کړي، د هغې سیمې خلکو لپاره يي سړکونه او مکتبونه جوړ کړي او دارنګه د بريښنا لینونه يي هم غځولي او په دې وروستیو کې هغوی ته يي پاکستاني شناختي کارډونه هم ورکړي دي:

«پاکستان په دغو ساحو کې د برق پایه روانه کړې،مکتبونه جوړی،نظامي مرکزونه جوړوي حال دا،چې دا زموږ د افغانستان ده او ټول کارونه روان دي، پخوا د خاپخ سیمې نه دې غاړه ټول د افغانانو په لاس کې وه اوس هلته د دوی ودانیو د جوړونې کارونه روان دي، حال دا چې دا د ګوشتې ولسوالۍ اړوند ده ټول زموږ قومیان اوسیږي یو قوم دی».

سیدعمر پهلوان، چې په ۱۳۸۳ کال کې د ګوشتې ولسوالۍ امنيې قومندان و، د هغه وخت کیسه کوي.

نوموړی وايي، چې پاکستان دغه ډول حرکتونه هغه وخت هم پيل کړي و، چې ده خپله او د مومندو قوم ورسره مخامخ جګړه وکړه، خو د دولت نه ملاتړ له امله پاکستان خپل هدفت ته ورسید او ۴۵ کیلومتره يي پوستې دې غاړه تیرې کړې:

«هغه وخت ما جنګونه وکړل مومندو قوم په ښکاره نارې کړې،چې راشی راسره ودریږی خو دولت ورسره وه نه دریده او اخر نتجه دا شوه، چې پاکستان د افغانستان په خاوره پوستې فعاله کړې د هغې سیمې خلکو سره يي د مرستو ژمنې وکړې».

نوموړی وايي، که افغان دولت همداسې بې پروا پاتې شي او دا مسله جدي نه ونیسي نو پاکستان به خپل هغه هدف ته په ديرې اسانۍ ورسیږي،چې غواړي د کونړ سیند ورسره څیرمه ولسوالۍ د خپلې ولکې لاندې راولي.

بل لور د ګوشتې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي،چې د لګول شوې دروازې په دوه نیم سوه مترۍ ساحه کې،هم پر ودانۍ کار روان دی.

شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG