د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

"افغانانو ته د غیر قانوني سفرونو د ناوړه پایلو په هکله معلومات ورکول کیږي"


د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي، چې اروپایي هېوادونو ته د افغانانو د غیر قانوني تګ د مخنیوي په هکله په یو پروګرام کار کوي.

د دې وزارت ویاند د چهاشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې پروګرام کې به افغانانو ته د غیر قانوني سفرونو د ناوړه پایلو په هکله معلومات ورکړي.

دی وایي، ځینې بانډونه چې د انسانانو قاچاق کوي، په دې وروستیو کې په افغانستان کې ارپایي هیوادونو ته د تګ په برخه کې کمپاینونه پیل کړي دي.

د افغانستان حکومت وروسته له هغې اروپا ته دغیرقانوني سفر په اړه د خلکو د پوهولو لپاره د خلکو د پوهولو یو پروګرام پیلوي چې په تیر یوه کال کې څو ځلې هغه افغانان چې غوښتل یې اروپايي هیوادونو ته ولاړ شي، په سمندرونو کې غرق شوي دي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي هیله مند دي، چې د دې پروګرام په پلي کولو سره به بهرنیو په خاصه توګه اروپايي هېوادونو ته د افغانانو د غیر قانوني سفرونو مخه ونیول شي.

د دې وزارت ویاند او د نشراتو رییس اسلام الدین جرات آزادۍ راډيو ته وویل، چې د غیر قانوني سفرونو په هکله د یو شمیر افغانانو بې خبري د دې لامل کیږي څو یې قاچاقبران وغولوي.

دی وایي د دې پرواګرام د پلي کولو پر مهال هڅه کوي خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه هم ډیر کړي څو هغوی د غیر قانوني سفرونو د خطرونو په هکله وپوهوي:

"له بده مرغه چې افغانان دوکه کیږي او اروپایي هیوادونو ته ځي، چې پدې کې بیا ډیر کم شمیر کولی شي هغو ځایونو ته ورسیږي چې غواړي یې لکه امریکا، استرالیا او بریتانیا.

موږ شاید یو چې هره میاشت یا یوه میاشت وروسته د افغانانو بیړۍ غرقیږي او هلته مړه کیږي.

وموغوښتل د عامه پوهاوي له لارې د افغانانو ذهنونه بدل کړو او پدې یې وپوهوو چې هر افغان د پناه اخیستونکي په توګه نه پیژندل کیږي."


اسلام الدین جرات وایي، اوس پدې هڅه کې دي څو د دې پروګرام پلي کولو ته یوه مالي منبع پیدا کړي.

د کډوالو چارو وزارت دغه هڅې پداسې حال کې کوي چې پدې وروستیو کې د افغانانو یوه بیړۍ د اندونیزیا په یوه بحر کې غرقه شوه.

څو ورځې مخکې اندونیزیايي چارواکو ویل چې له دې بیړۍ نه تر دې مهاله څوارلس تنه افغانان ژغورل شوي دي.

په ځینو رپوټونو کې د ژغورل شویو کسانو له خولې راغلي چې د دې بیړۍ ټول ۷۲ تنه سپاره افغانان وو.

د رپوټونو له مخې مخکې تر دې هم دا ډول پیښې رامنځ ته شوي او یو شمیر افغانان پکې هلاک شوي دي.

بهرنیو هیوادونو ته د غیر قانوني مهاجرتونو د مخنیوي یوه بله لاره هیواد ته د انسانانو د قاچاقبرانو د راتګ مخنیوی ښودل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې پولیسو د انسانانو د قاچاق کوونکو د نیولو په هکله جدي هڅې پیل کړي دي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته وویل چې تیر کال پولیسو یو سلو اویا کسان د انسانانو په قاچاق کې د لاس لرلو په تور نیولي دي:

"د انسانانو له قاچاقبرانو سره د افغانستان ملي پولیس ډیر په کلکه مبارزه کوي.

په تیر یو کال ډیر زیات شمیر هغه ډلې چې د انسان په قاچاق کې یې لاس درلوده نیول شوي او اوس په زندانونو کې دي.

مونږ تل له خپلو غوښتنه کړې چې دوی دې د قاچاقبرانو فریب نه خوري.

له انسان سره د قاچاق مبارزه د پولیسو یوه له اصلي دندو څخه ده، مونږ تل پدې برخه کې خپل جدیت ښودلی څو له دې پدیدې سره چې ډیره یوه بده پدیده ده مبارزه وشي."


د رپوټونو له مخې هر کال لسګونه تنه افغانان په غیر قانوني توګه بهرنیو په خاصه توګه اروپايي هیوادونو ته روان وي.

فقر، په هیواد کې د کاري فرصتونو نه شتون او د افغانستان نا معلومه راتلونکې هغه لاملونه دي چې یو شمیر افغانان هڅوي څو یا په یواځې توګه او یا هم خپلې کورنی سره خپل کور او هر څه پریږدي او په غیر قانوني توګه بهرنیو په خاصه توګه اروپایي هیوادونو ته ولاړ شي.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG