د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

"لا هم د بې کیفیته تیلو د واردیدو مخه نه ده نیول شوې"


په کابل ښار کې یو شمېر موټر چلوونکي شکایت کوي، چې د چارواکو له بیا بیا ژمنو سره سره بیا هم دې ښار ته د بې کیفیته تیلو د خرڅلاو او واردیدو مخه نه ده نیول شوې.

دغه موټر چلوونکي ادعا کوي، چې په ښار کې د بې کیفیته تیل پلورل یې په موټرو کې تخنیکي ستونزې پیښوي.

له بلې خوا په ښار کې تیل پلورونکي هم په ښار کې د بې کیفیته تیلو موجودیت تاییدوي دوی وايي، چې ډیری خصوصي کمپنۍ په دې بې کیفیته تیلو په وارداتو کې لاس لري.

د افغانستان د نورم اوسټنډرډ ملي اداره وايي، چې د دې ستونزې د مخنیوي لپاره یې نوي او جدي تدابیر په پام کې نیولي دي.

په کابل ښار کې یو شمېر موټر چلونکي د افغانستان د نورم اوسټنډر له ملي ادارې څخه غواړي، چې ښار ته د بې کیفیته تیلو د مخنیوي لپاره جدي او د پام وړ ګامونه اوچت کړي.

دغه موټر چلوونکي وايي، سربېره پر دې چې بې کیفیته تیل په ښار کې د هوا د چټلوالي سبب ګرځي په موټرو کې جدي تخنیکي ستونزې هم رامنځ ته کوي.

د دوی په خبره په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د بې کیفیته تیلو پلورل او پېردول زیات شوي دي.

دغه شیکایتونو په داسې حال کې پورته کیږي، چې په کابل ښار کې خپله یو شمېر تیل پلوونکي هم په ښار کې د بې کیفیته تیل زیاتوالي خبر ورکوي.

په کابل ښار کې تیل پلورونکی رحم خدا وايي:

(تر اوسه خو چا له ما شکایت نه دی کړی تیل، چې اخلم کیفیت یې ګورم معاینه کیږي درجه یې اخلو که چېرې اوبه ولري ډېر په منظم ډول یې ورنه لرې کوو تیل کنترول کوو او بیا یې وروسته ذخیرو ته وراچوو)

په کابل ښار کې د بې کیفیته تیلو د زیاتوالي خبره په داسې حال کې مطرح کیږي، چې د افغانستان نورم او سټنډرډ ملي اداره وايي، د بې کیفیته تیلو د وارداتو د مخنیوي لپاره د هېواد په بندرونو کې څرګنده لابراتوارونه رامنځ ته کړي دي.

د دې ادارې تخنیکي مرستیال ډاکټر مجیب الرحمن خطیر د چهارشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې هېواد ته ډېری بې کیفیته تیل د خصوصي کمپنیو له خوا جنوب او جنوب غرب بند رونو څخه واردیږي:

(د ملي استندر ادارې د نړېوالې کمپنۍ سره قراداد لاسلیک کړ، چې تر څو د افغانستان په پنځه بندرونو کې مجهز لابراتوارونه جوړ کړي، چې په هغې کې د اسلام قلعې، تور غونډۍ، شیر خان ،حیراتان و اقینه چې کیدای شي تر راتلونکي یوې میاشتې پورې د دې کمپنۍ کار په دی بندرونو کې پیل شي او د ملي ستندر ادارې اوس یو نوی سیار لابراتور اخیستی دی، چې کابل ته رسیدلی او د هغې د نصب او جوړونې او د کار کوونکو د زده کړې کار هم بشپړ شوی دی او موږ د اړوندو اورګانونو سره د همانګي په حال کې یو، تر څو وکولای شو له دې لابراتوار نه په کابل کې کار واخلو.)

ښاغلي خطیر همدارنګه وویل، چې تیر کال یاده اداره توانېدلې چې له یو میلیون څخه زیات بې کیفیته تیل کشف او ضبط کړي.

افغانستان د داسې هېوادونو په ډله کې شمار هېواد ده چې د اړتیا وړ تیل له بهر څخه را وارده وي او احتمال لري چې افغانستان ته دبې کیفیته تیلو واردول دتیلو له لوړ قیمت سره تړاو ولري.

رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG