د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

د اداري فساد پرضد مبارزه یوازې تورونو ته محدوده پاتې


کابل چاپ ورځپانو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ په افغانستان کې د اداري فساد د شتون په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

ویسا ورځپاڼې له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداري د رییس په حواله لیکي، چې یو شمېر والیان او وزیران په اداري فساد کې ښکیل دي.

خو ښاغلي عزیزالله لودین نه د والي او نه هم د کوم وزیر نوم په ډاګه کړی دی.

سرنوشت ورځپاڼې هم د لودین له خولې لیکي، لویې څارنوالۍ ته مو په دې اړه ۱۹۰ قضیې لېږلې، خو پاملرنه نه ورته کوي.

محور ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي په یوه غریب نظام کې چې شاوخوا دوه سوه چارواکي یې په فساد تورن وي، نو ولس به له داسې چارواکو څه تمه ولري.

د سرمقالې د لیکوال په اند د اداري فساد پرضد مبارزه یوازې تورونو ته محدوده پاتې ده، داسې ښکاري چې له مشر تر کشره یو هم په جدي ډول د دې ماجرا پر ضد ریښتیني ګام نه پورته کوي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي د سالمې حکومتدارۍ لپاره اړینه ده، چې تور او سپین معلوم کړای شي او د دې غریب ولس د هغو امکاناتو پوښتنه وشي ، چې د یو څو کسانو ترمنځ وېشل شوي دي.

ملي بارو ورځپانې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې، ایا د اداري فساد په شتون کې ثبات شونی دی؟

د سرمقالې د لیکوال په باور د اداري فساد له امله په افغانستان کې ګڼې ستونزې رامنځ ته شوې دي ،د دولت او خلکو ترمنځ یې واټن رامنځ ته کړی ، ولس یې د خدمتونو په وړاندې کولو کې پردولت بې باوره کړي او یوشمېر چارواکي خلکوته خدمتګار نه بلکې دښمنان ښکاري.

د سرمقالې د لیکوال په اند ترهغه پورې چې په افغانستان کې اداري فساد موجود وي او افغان دولت او نړیواله ټولنه په کې ښکېل وي ،په افغانستان کې پرمختګونه ناشوني دي ،د ظرفیتونولوړوالی امکان نه لري او همدارنګه دجګړې درېدل هم ناشونې خبره ده.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې دافغان حکومت په ادارو کې شته نا انډولي ،د ښو خدمتونونه نه ترسره کول ،د فاسدو او غیر مسلکي خلکو په کار ګمارل ،پروخت د خدمتونو نه وړاندې کول،د ولس حقونه د یوشمېر زور واکو او چارواکو لخوا خوړل او نورې بیلګې دي چې اداری فساد رامنځ ته کړې دي .

د باور په سرمقالې کې راغلي اداري فساد په هېواد کې تاوتریخوالي ته زمینه برابروي اود جګړې له دوام سره مرسته کوي.

چمتووکوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG