د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

حامد کرزي له امریکا سره د خبرو څخه په خپله ګټه کار اخیستی


په واشنګټن کې د کارنیګي څیړنیز مرکز د افغانستان په اړه تر دې سرلیک لاندې، چې (د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو تړون د افغانستان په اړه له سیاستونو وباسي) یوه مقاله خپره کړې ده.

د دې مقالې په پيل کې راغلي، چې امریکايي مذاکره کونکو شپږمیاشتې له افغان لوري سره د هغه امنیتي تړون په اړه خبرې کولې، چې په دې هېواد کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د پاتې کیدونکو امریکايي عسکرو شمېر ټاکي.

د عسکرو لپاره د مرکزونو ځای او تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د هغوي حقوقي موقف هغه مسایل وو، چې مذاکرې یې دومره وځنډولې.

د مقالې د لیکوالې سارا چایس په وینا، که دې ځنډ او د کابل سیاسي چاپيریال ته وکتل شي، نو واشنګټن ته ښايي، چې مذاکرې اوس ودروي او په پسرلی کې د جمهوري ریاست تر انتخاباتو وروسته له نوي افغان حکومت سره پيل کړي.

د لیکوالې په باور، جمهور ریس حامد کرزی مخکې هم له امریکا سره د مذاکرو څخه په کورني سیاست کې په خپله ګټه کار اخیستی نو د امنیتي تړون په اړه د مذاکرو د ځنډولو یوه مثبته نتیجه به دا وي، چې د امریکا په سیاست کې به د جمهور ریس حامد کرزي محوری رول را کم شي.

د امریکا متحدو ایالاتو د اوږدې مودې لپاره دا اشتباه کوله، چې کرزی یعنې د افغانستان ولس او له یوه سړي یې داسې مرکز جوړ کړی وو، چې د امریکا پالیسۍ ورباندې را څرخیدې.

خو لیکواله وايي، چې ملکي افغانانو او د دې هېواد د دولتي بنسټونو اعتبار ته د امریکا تعهد به د افغانستان له با ثباته او خوندي راتلونکې سره ډيره مرسته وکړي.

د دې تعهد د څرګندولو یوه لاره په افغانستان کې د معتبرو انتخاباتو د ترسره کیدو او نوي حکومت تر تشکیل پورې د امنیتي تړون په اړه د مذاکرو ځنډول دي.

انډبنډنت ورځپاڼه لیکي، چې په هلمند کې تر څوکلونو جګړې او نښتو وروسته وضعیت په نسبي ډول ارام دی، بریتانوي عسکر له دې ولایته وتلو ته تیاري نیسي او خلک د راتلونکي وضعیت په اړه فکر کوي.

ورځپاڼه په هلمند کې د یوه بریتانوي عسکر په حواله لیکي، چې اوه کاله مخکې د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې له خپلو نورو ملګرو سره ځای پر ځای شوی وو.

ده ویلي، چې د دوبي په یوه شپه کې وسله والو حمله ورباندې وکړه، شپږ ساعته وجنګیدل او فکر کوي، کله چې د وسله والو طالبانو جنګي مهمات خلاص شول نو حمله پای ته ورسیده.

بریتانوي عسکرو هغه مهال په هلمند کې د وسله والو د نفوذ د پای ته رسولو، د مدني ټولنې لپاره د ودې د زمینې برابرولو، د پراختیايي کارونو او د مخدرو موادو د قاچاق د مخنیوی لپاره مبارزه پيل کړې وه.

هغه مهال د بریتانیا د دفاع وزیر ویلي وو،چې د عسکرو دوه کلن ماموریت به یې له یوه ډز څخه پرته پای ته ورسیږي.

خو دا ماموریت کلونه اوږد شو او بریتانوي عسکر اړ شول، چې ساعتونه ساعتونه له وسله والو طالبانو سره وجنګیږي.

اندپنډنت د بریتانیې د دفاع د اوسني وزیر فلیپ هاموند په حواله لیکي، چې عسکر یې په داسې حال کې له افغانستانه وزي، چې که څه هم ټول کارونه نه دي سم شوي خو د دې هیواد ملي اردو د پياوړي کیدو په حال کې دی.

ورځپاڼه وايي، لندن او واشنګټن باور لري، چې د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته د نجیب الله په مشرۍ حکومت پينځه کاله دوام وکړ او یوازې هغه مهال ړنګ شو، چې مالي مرستې ورباندې قطع شوی.

خو له افغانستان سره به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د نړیوالې ټولنې لوژیستیکي او مالي ملاتړ دوام وکړي نو له ورته برخلیک سره نه شي مخامخ کیدلای.
XS
SM
MD
LG