د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

په بلوچستان کې د مسلم ليګ ګوند يو کانديد ووژل شو


پرون د بلوچستان په خضدار سيمه کې د مسلم ليګ نواز ګوند د ايالتي مشر نواب ثناوالله زِهري پر انتخاباتي قافله باندې بمي بريد شوى چې د هغه د زوى په شمول څلور تنه پکې وژل شوي دي او شاوخوا دېرش تنه پکې ټپيان شوي دي. د دې بريد مسووليت د بلوڅو يوه وسلوال سازمان منلى دى.

د سې شنبې په ماسپښين د بلوچستان د مرکز کوټې جنوب لور ته په ٣٥٠ کيلوميټرۍ کې په خضدار سيمه کې د پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند د انتخاباتي کانديدانو پر قافله بمي بريد وشو، چې د ايالتي اسمبلۍ لپاره د يوه کانديد په شمول څلور تنه پکې و وژل شول او دېرش تنه پکې ټپيان شول.

په دې قافله کې د مسلم نواز ګوند د بلوچستان ايالتي مشر نواب ثناوالله زهري هم شامل وو، چې له پېښې روغ رمټ وتلى، خو د هغه زوى، کشر ورور، وراره او يو ساتونکى ځاى پر ځاى و وژل شول. د مسلم ليګ نواز ګوند يو مشر نصيب الله بازي تر دې پېښې سمدستي وروسته يوې خبري غونډې ته په وينا کې وويل:

"په دې خواشينوونکې پېښه کې چې د مسلم نواز نواز ګوند د بلوچستان د ايالتي مشر نواب ثناوالله خان قافله ورسره مخامخ شوه، د هغه زوى مير سکندر زهري، ورور مهرالله خان زهري، وراره مير زيب خان زهري او يو ساتونکى پکې و وژل شول او تر دېرشو زيات پکې ټپيان شوي دي ."

نواب ثناوالله زهري په خضدار کې پخپله پلارنۍ سيمه زهري او د خضدار په نورو کليو کې د راتلونکيو پارلماني ټاکنو لپاره په کمپاين بوخت وو او پرون يې قافله تر يوې ولسي غونډې وروسته د خضدار کټ پول سيمې ته رسېدلې وه، چې د سړک له غاړې ښخ شوى بم د ريموټ کنټرول په وسيله پرې وچاودېد چې د وروستيو مالوماتو له مخې څلور تنه پکې وژل شوي او د ثناوالله زهري د شخصي ساتونکيو په شمول شل تنه په کې ټپيان شوي هم دي چې د خضدار په دولتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

ثناوالله زهرى د مسلم ليګ نواز ډلې له خوا د بلوچستان له خضدار سيمې د بلوچستان ايالتي او مرکزي پارلمانونو ته کانديد دى او په تېر حکومت کې هم ايالتي وزير وو. نوابزاده حاجي لښکري رئيسانى چې تازه په مسلم ليګ نواز ګوند کې شامل شوى، وايي د ګوند مشر يې بمي بريد په کلکه غندلى:

"ميا نوازشريف صاحب دا پېښه وغندله او ويې ويل چې زه به د پاکستان له موقت صدراعظم او د انتخاباتو د کميسون له مشره غواړم چې په بلوچستان کې په امنيتي فضا کې د انتخاباتو د تر سره کېدو غم وخوري"

د بلوچستان ليبرېشن آرمي په نامه د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو يوه وسلوال سازمان د مسلم ليګ نواز ګوند پر قافله باندې د بمي بريد مسووليت منلى دى او ګواښ يې کړى چې د ملتپالو په شمول به د انتخاباتو پر نورو کانديدونه هم خپلو بريدونو ته دوام ورکړي.

مسلم ليګ نواز ګوند د دې بريد په خلاف نن په بلوچستان کې د کاربنديز او درې ورځني ماتم اعلان کړى دى.

دا په داسې حال کې ده چې په بلوچستان کې د بلوڅو ملتپالو ګوندونو وار له مخه لا په خپلو سيمو کې د امنيتي حالاتو پر خرابوالي اندېښنه څرګنده کړې او وايي چې خپلو سيمو ته د انتخاباتي کمپاين لپاره نه شي ورتلاى او نه هلته ولسي غونډې کولاى شي.

د يادونې وړ ده، چې د راتلونکيو انتخاباتي لپاره د تبليغاتي کمپاين پر يوه قافله لومړنى بريد دى چې شاوخوا پينځويشتو کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله، خو تر دې وړاندې د بلوچستان په خاران، خضدار، واشک او پنجګور سيمو کې د انتخاباتو د کميسون پر دفترونو هم بمي بريدونه شوي او تېره مياشت په کوټه کې د انتخاباتو د کمېسون يو سيمه ييز مشر ضياوالله هم و وژل شو چې د اکثرو مسووليت د بلوچستان نېشنل فرنټ په نامه د وسلوالو بلوڅو يوه سازمان منلى دى.

بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG