د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

ولسمشر کرزي د باسټن ښار بمي چاودنې غندلي


د دوشنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو په باسټن ښار کې د ځغاستې د سیالیو پر مهال دوې بمي چاودنې وشوې، لږ تر لږه دري کسان په کې مړه او شاوخوا ۱۲۵ نور ټپیان شول.

د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي په ګډون د نړۍ زیات شمېر مشرانو دا حمله غندلې او د پیښو له قربانیانو سره یي خواخوږې ښودلې ده.

د افغانستان جمهو رئیس حامد کرزي د سې شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې د امریکا د متحده ایالاتو په باسټن ښار کې د دوشنبې د ورځې بمي چاودنې په کلکه غندلي او تروریستي حملې یي بللې دي.

جمهور رئیس کرزي ویلي، افغانان چې له څو کلونو راهیسې له تروریستي حملو او ملکي تلفاتو څخه کړیږي، له هر چا زیات د دې ډول پیښو درد او کړاو حس کولای شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون هم دا چاودنې غندلي او له قرباینانو سره یي خواخوږې اعلان کړه:

«زه دا بې اساسه شخړه غندم او دا په داسې یو ځای کې شوې چې خلک په کې د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه د سپورت او همغږي په مقصد راټول شوي وو».

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما خبریالانو ته وویل، د پیښې په اړه د دوي څیړنې روانې دي او د عامل یا عاملینو له معلومولو وروسته به پریکړه وشي:

«موږ لا هم دا مهال د څیړنې په پړاو کی یو، خو غواړم چې یو ځل بیا دا خبره وکړم چې مونږ به د حملي عاملان پیدا کوو او مسول به یي وبولو».

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د باسټن ښار بمې حمله یو وحشیانه جنایت بللی او د خپل هیواد د مرستې وړاندېز یي کړیدی.

د امریکا د استخباراتو فدرال اداره یا (ایف بی آي) د تحقیقاتو چارې پرمخ وړې ، خو تر اوسه یي کوم مشکوک کس ندي نیولې. د حملې مسولیت هم تر اوسه چا په غاړه ندی اخیستی.
XS
SM
MD
LG