د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

"پاکستان منلې، چې له ډیورنډ کرښې به دروازه لېرې کړي"


د دفاع وزارت د اپراسیون رییس جنرال محمد افضل امان
د دفاع وزارت د اپراسیون رییس جنرال محمد افضل امان
افغان چارواکي وایې، پاکستان منلې چې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د ډیورنډ پر صفري نقطې جوړه کړې دروازه نن بیرته لیرې کړي.

پاکستان وروسته له هغې دغه پریکړه کړې، چې د افغانستان د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د ډیورنډ پر کرښې د پاکستان له خوا د دروازې پر جوړولو سخت غبرګون وښود.

د دفاع وزارت چارواکي وایې، چې په همدې سیمه کې یې د پاکستان له خوا د یوولسو امنیتي پوستو د جوړولو په اړه هم له پاکستانيو چارواکو سره خبرې کړي خو لا تر اوسه کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي.

پاکستانیو چارواکو نوموړي هېواد ته د یوه افغان پوځي پلاوي له سفر وروسته موافقه کړې، چې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې پر ډیورنډ کرښې جوړه کړې دروازه به بیرته لېرې کړي.

د افغانستان د فاع وزارت وایې، چې افغان پلاوي په دې سفر کې د پاکستان پوځ د اپراسیون له رییس جنرال اشفاق ندیم او د کشف او پلان جوړولو له مرستیالانو سره کتلي دي.

د دفاع وزارت د اپراسیون رییس جنرال محمد افضل امان، چې پاکستان ته یې د تللي پلاوي مشري هم کوله د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې دې پاکستاني پوځي مشرانو موافقه کړې، چې نن به دا جوړه کړې دروازه بیرته ړنګه کړي:

"له پاکستانۍ خوا سره مو رسمي خبرې درلودې او نتیجه یې دا شوه چې پاکستانیو چارواکو ومنله، چې دې دروازې اندیښنې او شخړې پیدا کړي او موږ یې بیرته لرې کوو.

دوی له موږ سره منلې چې دا دروازه به سر له ننه هلته نه وي موجوده".

د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو ادارې هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو د پوځي عملیاتو مشرانو د دې ستونزې او په ګډه پوله کې د ځینو نورو مسایلو په اړه خبرې کړي او دا ستونزه یې حل کړې ده.

پاکستان د حمل د میاشتې په شپږمه نیټه د ننګرهار ولایت د ګوشتې په ولسوالۍ کې د ډیورنډ د صفري نقطې په اوږدو کې د دروازې جوړول پیل کړل.

افغان چارواکي وایې، چې د دې دروازې د جوړولو کار اتیا فیصده پرمخ تللی،دغه راز د افغانستان د دفاع وزارت ویلي چې پاکستان په همدې سیمه کې یوولس امنیتی پوستې هم له خپلو پخوانیو ځایونوڅخه ډیورنډ کرښې ته نږدې انتقال کړی دي.

د افغانستان د دفاع وزارت له دې امله د دوشنبې په ورځ سخت غبرګون وښود،د دې وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د پاکستان دا کار د دواړو هیوادونو او د نړیوالو اصولو خلاف عمل وباله او ویې ویل چې افغانستان به د دې جوړې کړې دروازې د لرې کولو لپاره له هرې ممکنې لارې کار واخلي.

د افغانستان د دفاع وزارت د اپراسیون رییس جنرال محمد افضل امان وایی چې له پاکستانیوپوځي چارواکو سره یې ډیورنډ کرښې ته نږدې د یوولسو امنیتي پوستو د لیږدولو په اړه هم خبرې کړي خو څرګنده یې کړه چې په دې اړه کومه نتیجې ته نه دي رسیدلي:

" د یوولسو امنیتي پوستو په اړه چې د دې دروازې په اوږدو کې پرتې دي هم خبرې وشوې،د هغوی نظر دا وو چې دا پوستې په ۲۰۰۳ دریم میلادي کال کې جوړې شوي.

مونږ دوی ته وویل چې له دروازې سربیره دا پوستې که په ۲۰۰۳ میلادي کال کې هم جوړې شوي وي نوي او د موجودو موازینو خلاف دي".

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي که څه هم خوشبیني ښیی چې پاکستاني چارواکي به د دې نوې جوړې کړې دروازې د لرې کولو په برخه کې خپلې ژمني عملي کړي خو وایی که چیرې داسې نشي په هکله به یې د دفاع وزارت او د افغانستان د ملي امنیت شورا پریکړه وکړي.

کابل تردې وړاندې هم د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان لخوا د ځینو تحرکاتو له امله پر اسلام آباد انتقادونه کړي عامو افغانانو هم پر کنړ او نورستان د پاکستان لخوا د راکټي بریدونو له امله څو ځلي مظاهرې کړي او دا مسایل کله نا کله د دواړو هیوادونو پر اړیکو هم منفی اغیزې کړي.
XS
SM
MD
LG