د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۷

"په لوګر کې ښوونکي زده کوونکو ته جنګي روحيه ورکوي"


د لوګر يو شمېر چارواکي او اوسېدونکي دا مني چې په دې ولايت کې ښوونکي په ښوونځيو کې زده کوونکو ته جنګي روحيه ورکوي، خو د دې ولايت د پوهنې رياست چارواکي دا خبرې ردوي.

د لوګر ولايت په ډېرو سيمو کې چارواکي دا مني، چې د ښوونځيو ښوونکي يې د وسلوالو په غوښتنه او اشاره زده کوونکو ته جنګي یا د دوی په خبره دولت ضد روحيه ورکوي.

د دې ولايت د محمداغې ولسوالۍ ولسوال عبدالحميد حامد وايي په ډ‌ېرو ښوونځيو کې چې په لرو پرتو سيمو کې موقعيت لري، ښوونکي زده کوونکو ته بد ذهنيت ورکوي:

” زموږ په ولسوالۍ کې ۳۵۰۰۰ شاګردان دي، په يوه پيمانه داسې استادان لرو چې په مکاتبو کې د پرديو له لوري استخدام شوي او زده کوونکو ته بد ذهنيت ورکو، موږ لازم تدابير نيولي خو په ځينو مکاتبو کې چې زموږ د سترګو له ديد نه لرې دي، په هغو کې داسې يو حالت شته“

نوموړی دا هم وايي چې دوی په دې خبر شوي او په اړه يې اقدام کړی دی چې په ښوونځيو کې د دا ډول فعاليتونو مخنيوی وکړی.

د ولسوال دا خبرې د لوګر ولايت د مدني او فرهنګي ټولنو فعالين هم مني او اندېښنه څرګندوي چې که دا کار همداسې دوام وکړي، يو ځل بيا به يې د سيمې ښوونځي غير فعال او خلک به خپل ماشومان له ښوونځيو راوګرځوي.

په لوګر کې د مدني ټولنو فعال نورالله ستانکزی وايي په ښوونځيو کې زده کوونکو ته انقلابي روحيه ورکول کيږي چې دا ښايي په لوګر او د هيواد په کچه ستونزې راولاړې کړي:

” په واقعي توګه د لوګر ولايت په ښوونځيو کې يو حرکت رامنځ ته شوی دی چې د هيوادپالنې پر ځای انقلابي روحيه ورکوي، چې دا کار به لوګر ته څه چې هيواد ته به هم ستونزې رامنځ ته کړي“

خو د لوګر ولايت د پوهنې رياست چارواکي دا خبرې نه مني چې د ښوونکو له لوري يې زده کوونکو ته دولت ضد روحيه ورکول کيږي.

د لوګر پوهنې رياست تدريسي مرستيال وزير احمد مومند وايي د دې ولايت په ښوونځيو کې داسې کار نه دی شوی او نه ښوونکي کولی شي دا کار وکړي :

”موږ دا بيخي نشو منلی ځکه استادان دا کار نه شي کولی، دا په سيمه کې که اغېز لاندې راغلي وي نه شم ويلی خو د استادانو له لوري نه دي تحريک شوي“

دا په داسې حال کې ده چې د لوګر لرو پرتو ولسواليو خروار او ازرې اوسېدونکي يې په سيمه کې معارف سقوط ګڼي وايي ښوونکي نه لري، درسي مواد او لازم ضرورتونه يې د پوهنې رياست له لوري نه دي پوره شوي.

راپور - داود تپان-لوګر
XS
SM
MD
LG