د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

"پر ډيورنډ کرښه د دروازې جوړولو شخړه حل شوې"


پاکستان وايي، افغانستان سره يې پر ډيورنډ کرښه د مومندو په سيمه کې د يوې دراوزې جوړولو شخړه حل کړې ده، خو افغان چارواکو لا تر دې دمه نه دي ویلي، چې مساله رښتيا هم حل شوې او کنه؟

پرون افغان چارواکو له پاکستانه غوښتي وو، چې دا دروازه دې زر تر زره ليري کړي ځکه چې دا د نړېوالو قوانينو او دواړو ملکونو ترمنځ د شوو تړونونو خلاف کار دی.

په مومندو کې پر ډيورنډ کرښه د پاکستاني پوځ له خوا د يوې دراوزې جوړولو پس د افغان چارواکو د توندو غبرګونونو وروسته پرون د پاکستان پوځ وويل، چې افغان چارواکو سره يې خبرې کړي او دا مساله يې په ښه طريقه حل کړي.

پرون افغان چارواکو وويل، پاکستاني پوځ د ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوالۍ سره پر ډيورنډ کرښه دروازه جوړه کړې چې د نړېوالو قوانينو او دواړو هېوادونو ترمنځ د شوو تړونونو خلاف کار دي.

د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو ادارې (آيي، ايس، پي آر) پرون په يوه خپره کړي خبرپاڼه کې ويلي، چې د دواړو هيوادونو د پوځي عملياتو مشرانو پرون په دې او پر پوله د نورو مسلو په اړه خبرې کړي دي خو په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي چې د دروازې ايښودو مسله په کوم شکل حل شوي؟

افغان چارواکو هم د پاکستان د دغه نوې خبرې په اړه څه نه دي ولي خو پرون د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي يوې خبري غونډې ته وويل چې دوي د پاکستان د دغه دروازې د مخنيوي او ليري کولو لپاره ټولې ممکنه لارې په لاس کې لري،هغه وويل:

((موږ د دې دروازې د لګولو مخنيوي لپاره ټولې لارې چارې په مخکې لرو. دا د نړيوال تړون او دوه اړخيزو اړيکو د ټولو اصولو خلاف کار دي.))

خو د ګوشتې ولسوالۍ يو اوسيدونکي، صابرالله پرون د مشال ريډيو افغان څانګې ته د دې دروازې په اړه وويل چې دروازه نه ده ليري شوي:

پرون ننګرهار ولايت کې دې وروستيوو کې د پاکستان له خوا د افغانستان پر سرحدي ولايت کونړ د راکټي بريدونو او د ننګرهار ولايت په ګوشتې ولسوالۍ کې د سرحدي دروازې خلاف زده کوونکو مظاهرې کړي.

افغانستان له دې مخکې هم ويلي وو چې پاکستان پر ډيورنډ کرښه د نړيوالو قوانينو او دواړو ملکونو ترمنځ د شوو تړونونو خلاف ځينې تعميراتي کارونه کوي خو پاکستان ويلي وو دوي چې کله دغسي کار کوي نو افغانستان ته يې په اړه ځينې معلومات ورکوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG