د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

افغان ترجمانان په خطر کې پاتې دي


ستراتفور خپرونه تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان او پاکستان د اړیکو د څرنګوالي په اړه په یوه مقاله کې وايي:

پاکستان له ډيرو کلونو راهیسې د پیچلي سیاسي انتقال او د طالبانو له تشدد سره په مبارزه کې ښکیل دي.

د خپرونې په لیکنه، اسلام اباد تر فشار لاندې دی څو د ۲۰۱۴ کال تر پایه له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو تر وتلو مخکې، په خپل هېواد کې د طالبانو له خوا پيل شوې شخړې کمې کړي ځکه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې چندان ګټورې نه وې او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د طالبانو د بیرته ستنیدو ویره شته.

ستراتفور خپرونه زیاتوي، چې په افغانستان کې د طالبانو د نفوذ ټینګیدل به د اسلام اباد لپاره تر ټولو وحشتناک وضعیت رامنځ ته کړي، ځکه دا په پاکستان کې د طالبانو ملاتړ زیاتولای شي او د پاکستان پر شمالي سیمو د حکومت ټینګولو لپاره د پاکستان هیلې له خطر سره مخامخ کولای شي.

خپرونه زیاتوي، پاکستان هیله درلوده، چې په افغانستان کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره به د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه له دوی سره په خپله خاوره کې د طالبانو په وړاندې په اقدام کې مرسته وکړي.

د ستراتفور په وینا، اوس چې له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو وتلو ته تر یو کال لږ وخت پاتې دی، د واشنګټن او وسله والو طالبانو ترمنځ خبرو چندان مثبته نتیجه نه ده ورکړې.

ستراتفور وايي، تر هغو چې طالبان د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې یوه ایتلافي حکومت ته ور ګډ نه شي، پاکستان دې په دې هیله نه وي، چې په خپله خاوره کې وسله وال طالبان له جګړې را وګرځوي.

د خپرونې په لیکنه، د پاکستان سیاسي انتقال له بېلابېلو اړخونو په افغانستان کې له سیاسي ثبات سره تړلی دی.

ستراتفور وايي: پاکستان ته ښايي، چې له خپل ټول توانه کار واخلي او طالبان له افغان حکومت سره جوړجاړي ته وهڅوي.

پاکستان باید په خپلو طالبانو کې هم هغه کسان، چې مذاکرې ته تیار دي، پيدا او جذب کړي.

خو افغان او پاکستاني طالبان ترکومه حده په دواړو هېوادونو کې له قانوني بدلونونو سره جوړ جاړی ته تیار دی؟

د ستراتفور په باور، دا یوه اساسي پوښتنه ده.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د( د امریکايي ځواکونو افغان ترجمانان په تشویش او خطر کې پاتې دي) تر سرلیک لاندې مقاله خپره کړې، چې د سلیمان په نوم د یوه ترجمان ژوند ته کتنه کوي.

نیویارک ټایمز لیکي: اول وار د سلیمان پر موټر د وسله والو له خوا راکټي حمله وشوه ، موټر یې یوې لويې کندې ته لویدلی وو او نږدې وو ، چې ووژل شي.

وسله والو د هغه د نوم ، د هغه د موټر د نمبر پلیټ او د هغه د دندې په اړه بشپړ معلومات درلودل او پوهیدل، چې هغه د ځانګړو امریکايي ځواکونو لپاره د ترجمان په توګه کار کوی.

وسله والو تر حملې وروسته داسې ګومان کړی وو ، چې سلیمان وژل شوی دی خو سلیمان ژوندی وو خو غاړه او دوې پښتۍ یې ماتې وې.

دا حمله په ۲۰۱۱ کال کې شوې وه او له هغه راهیسې دوه واره نور هم پر سلیمان ورته حملې شوې دي.

د سلیمان امریکایي څارونکی اوس هغه ته اجازه نه ورکوي، چې کورته د تګ په وخت کې په موټر کې سفر وکړي خو بیا هم د هغه د امنیت په اړه ډاډ نشته ځکه وسله وال طالبان په هغو افغانانو پسې دي، چې د امریکاییانو سره مرسته کوي.

نیویارک ټایمز لیکي: له دومره فشار او سخت کار سره هم د سلیمان تر ټولو لویه هیله ، چې د امریکايي ویزې اخیستل وو ، نیمګرې پاتې ده.
XS
SM
MD
LG