د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

م.م: په افغانستان کې د کوکنارو کر بیا زیات شوى


په افغانستان کې د کوکنارو د کر اندازه سږکال بیا زیاته شوې ده، په هغه نوي راپور، چې ملګرو ملتونو او د افغانستان له مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت په ګډه برابر کړی ویل شوي، چې د مخدرو د تولید زیاتېدل هغه پرمختګونه په شا تمبوي، چې په افغانستان کې په تیره یوه لسیزه کې د کورنیو او نړیوالو هڅو په نتیجه کې شوي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې د کوکنارو کرپه تیره د افغانستان د جنوب په هغو سیمو کې زیات شوی چې نړیوال ځواکونه ترې وتلي یا د وتلو په حال کې دي.

ملګري ملتونه وایي، چې په افغانستان کې د پرله پسې درېیم کال لپاره د کوکنارو کر زیات شوی او بېساري اندازې ته رسیدلی دی.

په هغه راپور کې، چې په افغانستان کې د ملګروملتونو د جرمونو او مخدره موادوضد ادارې UNODC د افغانستان د مخدرموادو پرضد د مبارزې له وزارت سره په ګډه برابرکړی او نن یې خپور کړ ویل شوي چې د کوکنارو کر ترټولو زیات د افغانستان په جنوبي سیمو کې چې طالبان پکې فعال دي زیات شوی.

په راپور کې په تیره د هغو سیمو یادونه شوې ده، چې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه ترې وتلي یا د وتلو لپاره تیاری نیسي.

راپور زیاتوي، چې د کوکنارو له کره د کروندګرو د اړولو لپاره د نړیوالو ټولو هڅو تراوسه هېڅ راز مثبته نتیجه نه ده ورکړې.
ملګري ملتونه وایي، د کوکنارو د کرد زیاتوالي یوعلت دادی چې د هیروینو بیه لوړه شوې ده.

په راپور کې همدا راز یادونه شوې، چې د تاریاکو د محصول لپاره اډوانس یا د نغدو پیسو بیعانې ښيي چې په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد مخ په خرابېدو دی، کروندګر ورځ په ورځ غیرقانوني مارکېټونو او کرنې ته مخ اړوي.

افغانستان د نړۍ د تاریاکو تر ټولو ستر تولیدوونکې هېواد دی او تېرکال د نړۍ په سلو کې نژدې پنځه اویا تریاک پکې تولید شوي و، خو اټکل کېږي، چې د کوکنار د کروندو د پراخېدو له وجې سږکال دا رقم ښايي په سلو کې نوي ته لوړ شي.

د ملګروملتونو د مخدروموادو او جرایمو پرضد د مبارزې د ادارې مشر ژان لوک لېماهییو Jean Luc Lemahieu وايي چې د دوی له اټکل سره سم د تریاکو تولید به د پرله پسې دریم کال لپاره لوړ وي او دوی سږکال د کوکنارو د کر یو نوي لوړ ریکارډ ته سترګې په لاره دي.

د ملګروملتو او افغان حکومت ګډ راپور په دوو پړاوونو کې برابر شوی، یعنې د مرکزِي، ختیځو، جنوبي او لویدیځو سیمو لپاره چې د کوکنارو کر په مني کې پیلېږي له ډسمبر تر جنوري او د شمالي او شمال ختیځو سیمو لپاره چې کوکنار پکې عموما په پسرلي کې کرل کېږي له فبروري تر مارچ میاشتې پورې.

په روان کال کې په افغانستان کې د تولید شویو تریاکو اندازه لا معلومه نه ده خو ملګري ملتونه وايي، له نښو نښانو ښکاري چې د کرل شویو کروندو مساحت سږکال ښايي د 2012 کال د 154 زره او د 2011 کال د 131 زره هکتاره په پرتله زیات وي.
XS
SM
MD
LG