د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۲

ځینې جرګه مار له محاکمو سره موازي کارونه پرمخ بیايي


خوست والي عبدالجبار نعیمي د ښاري محکمې د نوې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې یو شمیر نرخیان او جرګه مار دخلکو دعوې په بیه اخلي او دخپلو شخصي ګټو لپاره وړې مسلې لویوي ،دوی دخلکو د مراجعې لپاره په محاکموکې دفساد په اړه بې ځایه تبلیغات کوي ،خو ځايي اداره به په کلکه ددې حالت مخنیوی وکړي او هیچاته به له محاکمو سره دموازي فعالیتونو اجازه ورنکړي.

خوست والي عبدالجبار نعیمي دښاري محکمې دنوې ودانۍ دپرانیستې په مراسمو کې ،چې د 5میلیونه افغانیو په لګښت دامریکا دمتحده ایالتونو دقانون څخه دملاتړ ادرې له خوا جوړه شوې تیره ورځ وویل ،چې په خوست او نورو سرحدي ولایتونو کې له پخوا نه دخلکو په منځ ځنې ښه دودونه او رواجونه موجود ول ،چې خلکو به يې په رڼا کې هغه مسلې ،دعوې او لانجې چې دغرونو ،دښتو ، ځمکو او نورو ټولنیزو مسائیلو پر سر راپیدا کیدې ،حل کولې ،خو له بده مرغه اوسمهال یو شمیر داسې نرخیان او جرګه مار موجود دي ،چې له خلکو دعوې او لانجې په بیه اخلي ،بې ځایه يې اوږدوي او دخپلو ګټو دخوندیتوب او دوام لپاره په محاکمو پسې دپراخ فساد په نوم بې ځایه تبلیغات کوي ،چې دخوست ځايي اداره به ددې کار مخه ونیسي او چاته به له قضا سره دموازي ادارو دجوړیدو اجازه ورنکړي:

((ځنې نرخیان او جرګه مار دې حد ته رسیدلي ،چې ځانونو ته يې محکمه جوړه کړې ،خپله څارنوالي يې جوړه کړې او هغه داربکیانو حالت يې غوره کړیدی،خو دا ټول مسائیل زموږ له خوا مطلقاً بند دي ،هیڅوک دا حق نلري ،چې اربکیان ولري اوسمهال دافغانستان مسلح قوتونه وړتیا او توان لري ،قوت لري ،اجراات کولای شي او کله چې جنايي او جزايي پيښې رامنځته کیږي ،محاکم ورته رسیده ګي کولای شي هو ،ځنو ځایونو کې ستونزې وي په ځانګړي ډول جنايي پيښو کې ،چې شواهدو او مدراکو ته پکې اړتیا موجوده وي ،خو له شک پرته قضاء مو ښه لوري ته روانه ده .))

په یادو مراسمو کې دخوست داستناف محکمې رئیس مولوي عبدالتواب ډاډ څرګند کړ،چې دمحاکمو حالت ښه شوی او کچیرې څوک ورته په یو څه اثباتیه مدارکو دستونزو په اړه ،یا دمحکمې په جریان کې دبې ځایه ځنډ او بډو په هکله مالومات ورکړي ،نو دوی به يې په اړه قانوني چلند وکړي:

((په محاکمو کې حالت ډیر ښه دی ،ما خو تاسو ته ډیر کله دا خبره کړیده او بیايې هم کوم ،تاسو ما ګرموئ اصلاً ،زه وایم که هر مشکل تاسو لرئ ،هر مسلمان يې لري زه درته حاضر یم ،څوک دی چې ماته راشي او ستونزه راته په ګوته کړي او ما حل کړې نده ،که ما حل نکړه بیا که هر څه وايي زه ورته ملامته یم .))

داستناف محکمې رئیس مني ،چې په قاضیانو او محررانو کې يې لاهم دیرش سلنه کمبود موجود دی،خو وايي چې اوس يې په یو شمیر ولسوالیو کې هم ابتدایه محاکم فعال کړي او پدې هڅه کې دي ،چې په ټولو ولسوالیو کې محاکم فعال شي او سیمه وال په خپلو نږدې سیمو کې دمحاکمو اړوند مسائیل پرمخ بوځي.

دکتونکیو له انده کچیرې کشفي ،عدلي او قضايي ادارې په رښتیا هم دقوانینو په رڼا کې دخلکو ستونزو ته رسیده ګي وکړای شي ،نو دا کار به پرنظام دخلکو باورته ګټه ورسوي او دقانون پرواکمنۍ او دعدالت پر تامین به خلک باورمند شي، خو په قضاء کې دبډو او فساد په اړه شکایتونه موجود دي .

خبریال/نجیب الله الوخیل -خوست
XS
SM
MD
LG