د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

د امریکا په باسټن ښار کې دوو بمي چاودنو لسګونه تنه ټپیان کړل


د امریکا په باسټن ښار کې پرون غبرګو چاودنو د ځغاستې د یوې ډله ییزې مسابقې لوبغاړو او نندارچیانو ته مرګ ژوبله واړوله.

پولیس وايي، چې چاودنه د دوو زور ورو بمونو په وسیله شوې ده.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما که څه هم دا پېښه یو تروریستي عمل نه دی بللی، خو ژمنه یې کړې چې عاملان به یې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د امریکا د تحقیقاتو د فدرال ادارې کارپوهانو د هغو تصویرونو په اړه څېړنه پیل کړې، چې په باسټن ښار کې د ځغاستې په پرونۍ لوبه کې د بمي چاودنو پر مهال د خلکو له خوا اخیستل شوي، څو د دې چاودنې عاملان ومومي.

په باسټن کې د ډله ییزې ځغاستې یا ماراتون د لوبې په جریان کې دوو پرله پسې بمي چاودنو درې تنه ووژل او ۱۳۰ یې ټپیان کړل.

پولیس وايي، چې چاودنه د زورور بمونو په وسیله شوې. چاودنې د باسټن واټونه په وینو ولړل، د قربانیانو د بدن غړي یې والوزول او ځینې یې پرځمکه غوځار کړل. د راپورونو له مخې په قربانیانو کې ماشومان هم شامل و.

دا بمونه د لوبې په وروستۍ کرښه کې په داسې حال کې وچاودېدل چې لوبغاړي د امریکا په ډېر نامتو ماراتون کې د ځغاستې په حال کې او د پېښې په ځای کې هم زرګونه نندارچیان راټول شوي وو.

د چاودنو مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی او پولیس وايي، چې تر اوسه یې د دې برید په تړاو څوک نه دي نیولي.

ولسمشر بارک اوباما ژمنه وکړه، چې چارواکي به د چاودنو عاملان معلوم کړي او عدالت ته به یې وسپاري.

اوباما چې له پېښې درې ساعته وروسته خبرې کولې دا چاودنه تروریستي عمل ونه باله خو ویې ویل، چې په اړه یې تحقیقات روان دي:

(موږ تر اوسه نه پوهېږو چې دا کار چا او ولې کړې او خلک هم له دې مخکې چې حقایق معلوم شي باید په منډه قضاوت ونه کړي خو په یاد ولرئ چې موږ به ځان په حقیقت پوه کړو او معلومه به کړو چې دا کار چا کړی او معلومه به کړو چې ولې یې کړی. مسوول کسان یا ډلې به د عدالت وزن احساس کړي.)

اوباما زیاته کړه، چې چارواکي به د اړتیا په صورت کې د هېواد په کچه امنیتي تدابیر زیات کړي.

ده همدا راز خپلې ادارې ته لارښوونه وکړه، چې د پېښې له قربانیانو سره د مرستې او د چاودنو په برخه کې له تحقیقاتو سره ضروري همکاري وکړي.

د امریکا د ملکي چلند فدرال ادارې د چاودنې په ساحه کې پر الوتنو ممانعت اعلان کړ او په نیویارک، واشنګټن، لاس انجلس، لندن او نورو ښارونو کې عاجل امنیتي تدابیر ونیول شول.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې په باسټن کې یوبل موندل شوی مشکوک بم د امنیتي چارواکو له خوا شنډ شو.

د باسټن د پولیسو کمېشنر اېد دیوېس Ed Davis خبریالانو ته وویل چې د دې زورورو بمي چاودنو د ټپیانو زخمونه جدي وو. نوموړي د پېښې د څرنګوالي په اړه هم معلومات ورکړل:

(د ماسپښین په دوو بجو او پنځوسو دقیقو د باسټن د ماراتون د لیکې په اوږدو کې د پای ټکي ته نژدې غبرګې چاودنې وشوې. چاودنو یو له بله پنځوس ګزه واټن درلود او د دواړو له وجې خلکو ته زیاته مرګ ژوبله واوښته. تردې دمه ټول قربانیان له صحنې څخه لیرې شوي دي.)

د نړۍ له څو هېوادو څخه څه باندې شل زره کسانو د دوه څلوېښت کیلومترو په واټن په باسټن کې د ځغاستې په پرونۍ لوبه کې چې له ډېرو پخوانیو کلنیو ماراتون لوبو څخه ده ګډون کړی و.

سږنی ماراتون هغو شپږویشتو کسانو ته د درناوي په مناسبت جوړ شوی و چې په ډسمبر میاشت کې د کونیتیکت په نیوټاون کې د یوه وسله وال کس په ډزو ووژل شول.

دا مسابقه هرکال د وطنپالنې د ورځې په مناسبت چې د متحدوایالاتو د آزادۍ د جګړې کلیزه او په ماساچوست ایالت کې رسمي رخصتي ده ترسره کېږي.
XS
SM
MD
LG