د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

د بدن د ښکلا د شپږم پړاو دوه ورځنۍ سیالۍ


په کابل کې د افغانستان د شمال زون د بدن د ښکلا د شپږم پړاو دوه ورځنۍ سیالۍ د ۲۷ غوره ورزشکارانو په انتخاب سره پای ته ورسېدې.

د المپیک د ملي کمېټې چارواکې وايي، چې په یادو سیالیو کې په بېلابېلو وزنونو کې نږدې ۴۷۵ لوبغاړو ګډون کړی.

دوی وايي، چې راتلونکي میاشت د افغانستان د بدن د ښکلا ملي ټیم په دوو اسیاسي هېوادونو کې په نړېوالو سیالیو کې ګډون کوي.

د المپیک د ملي کمېتې مسوولین وايي، یادې سیالۍ چې دوه ورځې یې دوام وکړ د۴۲ کلپونو نږدې ۴۷۵ ورزشکاران په انفرادي ډول په ۹ کټه ګوریو کې سیالۍ وکړې.

د بدن ښکلا فدراسیون مرستیال خواجه محمد فریدون عباسي ازادۍ راډیو ته وویل، چې په یادو سیالیو کې۵۴ کسانو بریالي اعلان شول، چې ۲۷ کسه یې غوره ورزشکاران انتخاب شول:

(په دغو سیالیو کې له ۴۲ کلپونو څخه ۴۷۵ ورزشکارانو ګډون کړی و البته دغه سیالۍ په دوو ورځو کې ترسره شوې، د ځوانانو د تشویق لپاره ۵۴ کسان بریالي اعلان شول چې وروسته له دو کسانو څخه ۲۷ غوره و رزشکاران انتخاب شول دوی به د رورانې جوزا په میاشت کې دملی ټیم دغوراوي په سیالیو کې ګډون وکړي.)

هغه زیاته کړه، یاد ۲۷ لوبغاړي به د را روانې جوزا په میاشت کې په کابل کې د نورو زونونو له ورزشکاران سره سیالۍ ترسره کړي او له یادو لوبو څخه به ۳ غوره لوبغاړي د اندامونو د ښکلا ملي ټیم ته انتخاب شي.

ښاغلي عباسي وویل، چې ټاکل شوې په راتلونکي ثور میاشت کې د د بدن د ښکلا د ملي ټیم ۹ ورزشکاران په قزاقستان کې د بدن د ښکلا په اسیايي فیسټوال کې ګډون وکړي.

په ملي المپیک کمېټه کې د بدن د ښکلا فدارسیون مسوولین وايي، چې د بدن د ښکلا ۱۲ افغان لوبغاړي به د جنوبي اسیا د هېوادونو د بدن د ښکلا په سیالیو کې هم ګډون وکړي.

ټاکل شوې یادې سیالۍ د ثور په میاشت کې د پاکستان د لاهور په ښار کې جوړې شي.



رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG