د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

ناټو په کونړ کې ملکي تلفات نه دي تایيد کړي


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د کونړ د شیګل ولسوالۍ د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د افغان هییت د څیړنو په نتایجو یو راپور خپور کړی، چې وايي، د شیګل په شلتن دره کې د ورې د میاشتې د شپاړلسمې نیټې په هوايي بمبارۍ کې اولس تنه ولسي وګړي وژل شوې دي.

ورځپاڼه د ولسمشر حامد کرزي له خولې وايي، چې دواړه طالب وسلوال او ناټو ځواکونه د ولسي خلکو په دې مرګ ژوبله کې ملامته دي.

ورځپاڼه د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو په حواله لیکي، چې دوي د دې پېښې په ورځ په کونړ کې هوايي بمباري تایید کړې ده، خو تر اوسه یې په دې بمبارۍ کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله نه ده منلې او وايي، چې په دې اړه د دوی څیړنې لا هم روانې دي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په باور د عامو افغانانو مرګ ژوبله چې د ښکیلو خواوو ترمنځ جګړه کې رامنځ ته کیږي، د افغان حکومت او نړېوالو ځواکونو ترمنځ د کړکیچ لوی سبب دی.

له بریتانیا څخه خپریدونکې ټیلګراف ورځپاڼې بیا د دې هېواد د پخوانۍ صدراعظمې مارګریټ ټاچرپه مړینه او د افغانستان څخه د بریتانوي ځواکونو په وتنه یوه مقاله لیکلې ده.

ورځپاڼه وايي، د افغانستان څخه د بریتانوي ځواکونو وتنه چټکیږي. خو که چیرې نن ورځ مارګیریټ ټاچر د بریتانیا حکومت چلولی نو دا به ګرانه وي چې ومنو نوموړې به دا ماموریت مخکې له دې چې لومړی دې کړکیچ ته یو قانع کونکې هواري ومومې همداسې نیمګړی پرېښی وی.

ورځپاڼه زیاتوي، کله چې په نړیوال امنیت او تروریزم پورې د تړلو مسلو سره د چلن خبره راځي نور مارګریټ ټاچر د روښانه او مشخصو اصولو ټولګه درلوده چې د نوموړې د یو لس کلنې صدراعظمۍ په دوره کې یې د بیلابیلو کړکیچونو په وړاندې چې دا ورسره مخ وه، د هغې عکس العمل تشکیلوه.

ټیلګراف په ۱۹۸۰ م کال کې د صدام حسین د خفیه ادارې له خوا د ایران په سفارت کې د برمته نیونې پېښې ته اشاره کوي او وايي د مارګریټ ټاچر پالیسۍ د لومړې ځل لپاره د همدې برمته نیونې پرمهال ځان ثابت کړ.

د ورځپاڼې په وینا کله چې خبره دې ته راغله چې باید له برمته نیونکو سره یو جوړجاړې وشی او تروریستان بیرته عراق ته واستول شي، نو نوموړې ځانګړې هوايي ځواکونه واستول چې ټول یرغمل نیونکې تروریستان یې ووژل او یوازې د یو یرغمل شوې پرته یې نور ټول یرغمل کسان وژغورل.

ټیلګراف ورځپاڼې د پخواني شوروي اتحاد سره د مارګریټ ټاچر چلن یاد کړې او ورپسې یې په ۱۹۹۰ کال اګست کې د عراق له خوا د کویټ د اشغال پرمهال د نوموړې فعالیت ته په اشارې لیکلي چې ولسمشر بوش هغه مهال د صدام حسین له خوا د کویټ پر اشغال د عکس العمل په برخه کې زړه نازړه و.

خو مارګریټ ټاچر د پیغور په ورکولو پر لاره سم کړ. ورځپاڼه د مارګریټ ټاچر له خولې لیکي چې جورج بوش ته یې ویلي و : (( دا ددې وخت نه دی چې ولړزیږې جورج! ))

د لیکنې لیکوال لیکې، زه ګومان کوم چې ټاچر به چې د اوسپنیزې ښځې لقب ورکړل شوی و همدا ډول چلن د افغانستان به برخه کې هم خپل کړی وی.

لیکوال لیکې، د ناټو ماموریت چې واک ته یې د بارک اوباما له رسیدو وروسته د مرسته کولو بڼه خپله کړې ددې پرځای چې ولړزیږي، مارګریټ ټاچر به تینګار کړی وی چې ایتلافي ځواکونه دې تر هغې په افغانستان کې پاتې شي څو چې ورسپارل شوی ماموریت بشپړ شي.
XS
SM
MD
LG