د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

د امنیتي تړون په اړه اړوندو ادارو ته د افغان حکومت سپارښتنه


د افغانستان د حکومت له خوا اړوندو ادارو ته دنده سپارل شوې، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون په اړه د متحدوایالاتو له خوا د سپارل شوې مسودې په وړاندې د افغان حکومت غوښتنې او دریځ په یوه جلا سند کې برابر کړي.

د افغان ولسمشر ویاند ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې اړه پرون د ملي امنیت شورا په غونډه کې خبرې وشوې.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په اړه پرون په امنیت شورا کې بحث وشو.

د افغان ولسمشر ویاند اېمل فیضي له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، په متحدو ایالاتو کې افغان سفیر اکلیل حکیمي چې د دې تړون په اړه په خبرو اترو کې د افغانستان استازیتوب کوي د امنیت شورا پرونۍ غونډې ته خپل راپور وړاندې کړ.

ویاند زیاته کړه، غونډې ته د افغان سفیر له راپور وروسته ولسمشر حامد کرزي اړوندو حکومتي ادارو ته دنده وسپارله، چې د امریکا له خوا د دوه اړخیز امنیتي تړون د سپارل شوې مسودې په وړاندې د افغانستان د دریځ په اړه یو سند برابر کړي.

د کابل او واشنګټن ترمنځ د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو سند د افغانستان او متحدوایالاتو ولسمشرانو حامدکرزي او بارک اوباما د 2012 کال د مې په دوهمه چې د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن د وژنې کلیزه وه په کابل کې لاسلیک کړ. دا تړون تېرکال د جولای په څلورمه نېټه رسما نافذ شو.

امنیتي تړون د دې همکاریو د سند مهمه برخه ده چې د شوي توافق له مخې د تړون د لاسلیک له نېټې وروسته د یو کال په ترڅ کې باید بشپړ شي.

په داسې حال کې چې د یوکال بشپړېدو ته له یوې میاشتې لږ وخت پاتې دی د افغان ولسمشر ویاند وايي چې د امنیتي موافقې د لاسلیک لپاره وخت نشي ټاکل کېدای.

امنیتي تړون، د افغانستان او امریکا ترمینځ د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو د تړون مهمه برخه ده چې د 2014 کال په پای کې د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په امنیتي او دفاعي برخو کې د دواړو اړخونو مکلفیتونه په ډاګه کوي.

خو د دې امنیتي تړون په وړاندې ستونزې له پیله هم کمې نه وې. د افغانستان او متحدوایالاتو په اړیکو کې د بګرام زندان د بندیانو او د نړیوالو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ملکي تلفاتو پرسر د ناندریو له وجې څوځلې کړکېچ راغلی دی.
XS
SM
MD
LG