د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

امریکا او جاپان پر شمالي کوریا فشار راولي څو د نړیوالو خبرو ته غوږ ونیسي


د متحدو ایالاتو د بهرنیوچارو وزیر جان کيري نن جاپان ته ورسید.

دی به په توکیو کې له چارواکو سره د کوریا په ټاپو وزمه کې د روان کړکیچ په اړه خبرې وکړي.

د جاپان او امریکا د بهرنیو چارو وزیران به نن توکیو کې تر لیدو وروسته پر شمالي کوریا فشار راولي څو د نړیوالو خبرو ته غوږ ونیسي.

د جاپان د دفاع وزیر نن خبریالانو ته وویل:

(دا مهمه ده ، چې له نړیوالو سره په یوه غږ شمالي کوریا ته ووایو ، چې خپل اتمي او راکټي پروګرامونه بند کړي. )

جان کيري پرون چین ته تللی وو، پر چینايي چارواکو یې ټینګار وکړ، چې له خپل نفوذه کار واخلي او د شمالي کوریا حکومت له خپل اوسني دریځه په شا کیدو ته وهڅوي.

جان کيري پرون په چین کې له چارواکو سره د خپلو خبرو په اړه خبریالانو ته وویل :

(د خبرو په نتیجه کې امریکا او چین وتوانیدل، چې په سوله ایز ډول له اتمي وسلو څخه د کوریا د ټاپوزمې د خلاصولو لپاره پر خپل ګډ تعهد ټینګار وکړي. )

امریکايي او چینايي چارواکو ویلي، چې دپلوماسي د شمالي کوریا د روانې اتمی لانجې لپاره تر ټولو غوره حل دی خو په دې ارتباط یې د کوم ځانګړي پلان یادونه نه ده کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پیکنګ ته تر سفر مخکې هیله څرګنده کړې وه، چې د چین حکومت به پر شمالي کوریا د فشار راوستلو ته قانع کړی.

خو چینايي چارواکو په زغرده نه دي ويلي، چې خپل متحد پيونګیانګ به د اتمی لانجې دپلوماتیک حل ته وهڅوي او که نه.

جان کيري پرون په پیکنګ کې وویل ، چې هیواد یې دپلوماسي او خبرې غوره ګڼي خو د امریکا متحدو ایالاتو یا د دې هیواد متحدینو ته د خطر پیښيدو په صورت کې به ضروري ګامونه پورته کړي.

پداسې حال کې ، چې ویل کیږي د شمالي کوریا حکومت د خپلې څلورمې راکټي ازموینې لپاره تیاري نیسي، د امریکا د بهرنیوچارو وزیر ویلي، چې دا به د سیمې لپاره له تحریک څخه ډک اقدام وي.

د شمالي کوریا حکومت دوې میاشتې مخکې اټمي ازموینه سره ته ورسوله ، چې په ځواب کې یې ملګرو ملتونو پر دې هیواد خپل بندیزونه شدید کړل.
XS
SM
MD
LG