د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

"په افغانستان کې د امنیت راوستل د "ISI" په رضایت پورې تړلې"


د افغانستان مشرانو جرګې په ځینو سیمو د روانو ناامنیو له امله پر امنیتي ارګانونو انتقادونه وکړل، ځینې سناتورانو وویل چې د پسرلي په راتګ سره یې په سیمو کې د وسلوالو طالبانو فعالیتونه ډیر شوي دي.

د یو شمیر سناتورانو په اند د پاکستان د استخباراتو او طالبانو په وړاندې د افغان حکومت د روښانه دریځ نه ښودل د دې لامل کیږي، څو وسله وال مخالفین لا ډیر تقویه شي.

دوی وایي، افغان حکومت او نړېوال ځواکونه په تیرو لسو کلونو کې په دې نه دي توانیدلي څو په سمه توګه د هېواد امنیت ټینګ کړي.

دوه تنه سناتوران هدایت الله رهايي او بلقیس روشن وایي، په افغانستان کې د امنیت راوستل د پاکستان د استخباراتو په رضایت پورې تړلې:

(۱:- په افغانستان کې تر هغو امنیت نشي راتلای، څو چې افغان حکومت د پاکستان استخبارات راضي نه کړي.

طالبان او القاعده د پاکستان د لاس آله دي څو چې د دوی منبع چې پاکستان ده راضي نشي په هیڅ صورت په افغانستان کې امنیت نشي راتلای.

۲:- داسې نه کیږی چې دښمن ته هره ورځ امتیاز ورکړو څو هغوی رام کړو، او داسې باید ونه وایو چې هغوی پیاوړي کیږي، هغوی نه پیاوړي کیږي، بلکې زمونږ د اداراتو د بې کفایتۍ له امله پیاوړي شوي دي.)

د مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې په غونډه کې تر ډیره په هېواد کې د امنیتي ستونزو او د دې ستونزو د مخینوي په هکله خبرې وشوې.

ډیر شمېر سناتورانو په یو شمېر نا امنه ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو د پسرلنیو حملو د ډیریدو په هکله اندیښنه څرګنده کړه او له امنیتي ارګانونو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې جدي هڅې وکړي.

سناتورانو له اوږدو بحثونو وروسته پریکړه وکړه، چې د هېواد د امنیتي ارګانونو مسوولین د دې جرګې دفاعي کميسون ته د ځواب ورکولو لپاره وروغواړي.

بل خوا د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي آزادۍ راډيو ته وویل سره له دې چې وسله وال مخالفین د سیمې هیوادونو د استخباراتو مرسته له ځان سره لري خو بیا هم د افغان امنیتی ارګانونو په وړاندې ناکامه دي.


سره له دې چې افغان امنیتي چارواکي وایي په تیرو لسو کلونو کې یې هیواد ته د امنیت د راوستلو لپاره له بیلابیلولارو کار اخیستی خو لا هم خلک تل په هیواد کې د امنیتي ستونزو له امله په حکومت انتقادونه کول.

د امنیتي ستونزو په هکله یوه تازه اندیښنه دا ده چې ځینې چارواکي تاييدوي، چې د ازبکستان کې د اسلامي غورځنګ هم د افغانستان په ځینو شمالي ولایتونو کې خپل تخریبي فعالیتونه ډير کړي دي.

د پوځي چارو یو شمیر کتونکي پدې اند دي چې که تر ۲۰۱۴ میلادي کاله افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي نشي نو ښایي افغانستان کې یو ځل بیا کورنۍ جګړې پیل شي.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG