د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۱

"صنعتي پارکونو ته د ځمکې نشتوالي، د پانګونې مخه نيولې"


ایسا یا د افغانستان د پانګونې د ملاتړ اداره وايي، چې صنعتي پارکونو ته د ځمکې نشتوالی په دې هېواد کې د پانګونې په مخ کې یوه لویه ستونزه ده.

د ایسا اداره وايي، چې د کرنې وزارت نه یې په بیا بیا څو صنعتي پارکونو ته ځمکه غوښتي خو تر اوسه یې نه ده ورکړې.

د ځمکې نشتوالی هغه ستونزه ده، چې افغان صنعتکارانو یې په اړه تل شکایتونه کړي دي، خو د ایسا یا د افغانستان د پانګونې د ملاتړ اداره وايي چې له بیا بیا غوښتنې سره سره د کرنې وزارت د صنعتي پارکونو د جوړیدو لپاره تر اوسه دوی ته ځمکه نه ده ورکړې.

د ایسا د ادارې رییس وفي الله افتخار د یکشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په افغانستان کې د پانګونې د پراختیا په مخ کې تر ټولو لویه ستونزه د ځمکې نشتوالی دی.

ښاغلي افتخار وویل، چې په څو ځایونو کې یې له کرنې وزارته ځمکه غوښتي خو دې ادارې ته نه ده ورکړل شوې:

"موږ د نویو صنعتي پارکونو په انتظار یو، یوه ژمنه همدا وه چې نوي صنعتي پارکونه به جوړیږي.

موږ څو ځایونه د کرنې وزارت ته ښودلي چې باید تصفیه یې کړي او ملکیت یې د ایسا ادارې ته ورکړي تر څو موږ وکولای شو چې پر هغو صنعتي پارکونه جوړ کړو. خو له بده مرغه تراوسه په دې اړه هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

موږ هیله من یو، چې د کرنې محترم وزارت ژر تر ژره د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره دغه ځمکې د ایسا ادارې ته ورکړي."


د ایسا اداره وايي، چې یوازې د کابل په کمریو سیمه کې یې له کرنې وزارته د یوه نوي صنعتي پارک لپاره درې زره جریبه ځمکه غوښتي.

د ایسا چارواکو دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ په هرات کې د صنایعو د جوړ شوي نندارتون په اړه په یوه خبري کنفرانس کې په کابل کې وکړې.

بل خوا د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، چې د صنعتي ښارګوټو لپاره د ځمکو ورکول یوه دوامداره پروسه ده چې په دې برخه کې ځینې لاسته راوړنې هم لري.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مجید قرارا ازادي راډیو ته وویل چې د ځمکو د انتقال پروسه په ځینو ځایونو کې له دې امله له ستونزو سره مخ کیږي، چې په هغې ځمکې ادعاوې موجودې وي او یا هم غصبب شوي وي.

خو ښاغلي قرار وویل، چې په یو شمیر ولایتونو کې د صنعتي پارکونو لپاره ځمکه بیله شوې.

د ایسا اداره په داسې حال کې شکایت کوي، چې د صنعتي پارکونو لپاره ځمکه نه لري، چې د افغانستان په هر ولایت کې د استفادې وړ له اکثرو ځمکو ګټه نه پورته کیږي.

بل خوا د کابل په شمول په اکثرو ولایتونو کې ځینې دولتي او شخصي ځمکې د زورور کسانو له خوا غصب شوي او شخصي ګټې ترې اخلي.
XS
SM
MD
LG