د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

"ښاروالۍ نه خپله کار کوي، نه موږ پریږدي"


د کابل ښار د شیرپور د سیمي یو شمېر اوسېدونکي نن د ملي شورا مخې ته مظاهره وکړه.

دوی له کابل ښاروالۍ شکایت کوي، چې نه یې دوی ته د نوې ابادۍ نقشه جوړه کړې او نه هم دوي په خپل سر د خپلو کورونو جوړولو ته پریږدي.

دا هغه سیمه ده، چې څو کاله مخکې یې د له ډیرو برخو ځايي خلک وویستل شول او د هغه وخت وزیرانو او جګپوړو چارواکو پرې اوس خپلې دنګې ودانۍ درولي دي.

مظاهره کوونکو ویل، چې لسګونه کلونه کیږي چې په همدې ځای کې اوسېږي او د اوسېدونې قانوني اسناد هم لري.

دوی چې شمېر یې په لسګونو تنو ته رسیده د یکشنبې په ورځ د ملي شورا مخې ته مظاهره وکړه او ویل یې چې له ښاروالۍ سره یې په ګډه په سیمه کې د ښاري پلان سره سمه نقشه جوړه کړې، خو نه ښاروالۍ له خپله لوري اجراات کوي او نه هم دوي کار ته پریږدي:

(نوم مې سید احمد جان دی رتبه مې ډګروال دی موږ ته نقشه تیاره جوړه شوې تاسې یې کتلای شئ موږ مظاهره د دې لپاره کړې چې ښاروال دېته راضي کړو چې راشي عملآ موږ ته کار شروع کړي.

زما نوم ډاکټر حامد دی، د شیرپور غونډۍ اوسیدونکی یم او د ملي اردو افسر هم یم.

دولت زموږ حق راکړی، ولسمشر، د چارو ادارې، ښاروالۍ، سترې محکمې، عدلي او قضایې ارګانونو، د خلکو په ګټه موږ اسناد لرو او ښاروال صاحب په دې وروستیو کې بې غوري کوي، حاشیه روي کوي او زموږ حق نه راکوي.)

مظاهره کوونکو ویل، چې په شیرپور کې ښاروالۍ ورسره په شیرپور سیمه کې د ۱۶۱ کورونو د جوړولو پریکړه کړې، چې هر کور به په دوه نیمې بسوو کې جوړیږي.

هغه ګواښ وکړ، که چېرې ښاروال یې کار کولو ته پرېنږدي نو په خپله به لاس په کار شي.

په دې اړه مو کوښښ وکړ، چې د کابل ښاروالۍ نظر واخلو خو په نظر اخیستلو یې بریالی نه شو.

څو کاله وړاندې د وزیرانو په شورا کې پریکړه وشوه، چې د کابل د ښار په زړه کې د شیر پور سیمه کې د ښاروالۍ نوې نقشه تطبیق کړي، خو د دې نقشې په تطبیق کې ټولې ځمکې یو شمېر وزیرانو، جهادي قومندانانو او نورو جګپوړو چارواکو ته ورکړل شوې.

اوس د شیرپور په سیمه کې د چارواکو دنګې ودانۍ ولاړې دي، خو ترڅنګ یې ځینې پخواني خټین کورونه لا هم پاتې دي.

رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG