د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړی


امریکا چاپ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په کونړولایت کې د جمعې په ورځ د وسله والو طالبانو له خوا د افغان ملي پوځ د ځواکونو په یوې پوستې باندې د حملې او ۱۳ عسکرو د وژلو په اړه یو راپور لیکلي او په پیل کي یي د څیړونکې په حواله لیکلي:

طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړی او هڅه کوې چې د جمهوري ریاست له راتلونکو انتخاباتو او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو مخکې خپل دریځ غښتلی کړي.

د ورځپاڼې په باور، د شخړو دوام په افغان امنیتي ځواکونو باندې باور ته زیان رسوي او پوښتنه پیدا کوې چې ایا دا ځواکونه به د هېواد امنیت وساتلاي شي.

وال سټریټ ژورنال یاتوي، وسله والو د جمعې په سهار وختې د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالي چې د پاکستان او افغانستان په پوله پرته ده او وسله وال ورته په پاکستان کي له امن ځایونو څخه را اوړې، په یوې امنیتې پوستې حمله وکړه او شل توغندي یي ورباندي ورول.

ورځاڼه وړاندي لیکي:

په افغانستان کې د سږ کال موسمي جګړې له نږدې څارل کیږي او دا ځکه چې افغان ځواکونه باید د نړېوال پوځي ایتلاف په لږ ملاتړ سره عملیات وکړي او دا ځواکونه باید وښیې چې په یوازې ځان چارې پر مخ ولاړې شي او دا په داسې حال کې ده چې امریکایي او نور بهرني ځواکونه به یوازې د مشورو او روزنې ماموریت پر مخ وړي.

ورځپاڼه لیکي: دا مهال په افغانستان کې د ۶۶ زرو امریکایي عسکرو په ګډون ، شاوخوا یو لک بهرني عسکر دېره دي او په راتلونکي کال کې به د امریکایي عسکرو شمېر شاوخوا ۳۲ زرو ته راټیت شي.

د بهرنیو عسکرو شمیر به په راتلونکي ژمي کې یعنې د جګړو له کمیدو وروسته نور هم ممکن کم شي .

وال سټریت ژورنال ورځپاڼې د افغانستان د سیاسي چارو د کار پوه جاوید کوهستانې خبره راخیسي چې وایي، طالبان غواړي نړېوالې ټولنې ته داسې وښیې چې دوي په افغانستان کې قوت دی.

د افغانستان او نړېوالې ټولنې اړیکې چندانې ښه نه دې او دا مساله د طالبانو په ګټه ده.

ډنمارک چاپ، کوپنهاګین پوست ورځپاڼې په یوې مقالې کي لیکلې، ډنمارک حاضر دی چې له امریکا او انګلستان سره د هغو ترجمانانو د برخه لیک په کار کې مرسته او همکاري وکړې چې په افغانستان کې د یادو هیوادونو له ځواکونو سره یي کار کړی دی.

ورځپاڼې د ډنمارک د دفاع د وزیر نیک هکیروپ خبرې راخیستې، چې وایي: ډنمارک د افغانستان د هغو ترجمانانو پر وړاندې اخلاقي او معنوي مسولیت لري، چې د ډنمارک له پوځیانو سره یي کار کړی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، د ډنمارک دفاع وزیر چې په تیروخت کي یي ترجمانانو ته د پناه ورکولو مسله رد کړې وه، اوس وایي چې له امریکا او انګلستان سره به د هغو ۱۹۵ تنو ترجمانانو د برخه لیک او ښیګڼې په اړه مذاکره وکړې چې په هلمند ولایت کي یي په ۲۰۰۸م کال کي له ډنمارکې عسکرو سره کار کړی و.

ورځپاڼه وړاندي لیکي: د ډنمارک دفاع وزیر د خپل هیواد پارلمان ته په وینا کي وویل، مونږ باید په واقعیتونو پوه شو او په افغانستان کې د ډنمارکي ځواکونو افغان ترجمانان باید په میدان پري نږدو.
XS
SM
MD
LG