د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

"د کوریا ټاپو وزمه به له اتمي وسلې پاکوو"


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د کوریا په ټاپو وزمه کې د کړکیچ د کمولو لپاره د وروستۍ هڅې په توګه له چینایي چارواکو سره خبرې کړي دي.

جان کیري د شنبې په ورځ د چین د بهرنیو چارو له وزیر ینګ جیچي (Yang Jiechi ) سره د لیدنې پر مهال خبریالانو ته وویل، د امریکا متحده ایالات او چین ژمن دي، چې د کوریا ټاپو وزمه به له اتمي وسلې پاکوي.

کیري او ینګ وویل، دوی به هڅه وکړي چې د کوریا اوسنۍ ستونزې ته یو سوله ییز هواری ومومي.

شمالي کوریا ګواښ کړی دی، چې پر امریکا به اتمي وسلې وکاروي او په څرګنده یې د ۱۹۵۳ م کال له هغه اوربنده انکار کړی چې د کوریا جګړه یې پای ته ورسوله.

جان کیري خبریالانو وویل :

((ترټولو مهم هغو ستونزو ته په پام چې موږ ورسره د کوریا په ټاپو وزمه کې په ځانګړې توګه دا مهال مخ یوو، موږ د ټولو سره ژور بحثونه شریک کړل، د شمالي کوریا، جنوبي کوریا، جاپان، ان د ایران او سوریې، منځني ختیځ په اړه.

همدارنګه د کوریا تاپو وزمې ته په پام موږ د اتمې پراختیا په ارتباط په خپلو ټولو هڅو بحثونه کړي.))

جان کیري تر دې مخکې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره کتلي وو او هغه ته یې ویلي وو، چې دا کړکیچن وخت دی.

جان کیري له چینايي چارواکو سره په یو لړ نورو مسلو هم خبرې کړي، چې په کې په سوریه کې روان وضیعت ، د ایران اتومې پروګرام او د انترنیټي امنیت له کبله د واشینګټن او چین ترمنځ راپورته شوې ستونزې شاملې دي.

د دې واقیعت سره سره، چې واشنګټن او بیجینګ پر یو بل د سایبر یا انټرنیټي بریدونو تور لګوي، جان کیري ویلي د امریکا متحده ایالات او چین په دې سلا شول، چې د انټرنیتي خوندیتوب یوه کاري ډله به جوړوي.

د امریکا د بهرنیو چار وزیر جان کیري ویلي دي، انټرنیټي بریدونه پر ټولو اغیز کوي.

د نوموړې په وینا دا په هوا کې الوتکۍ متاثره کوي، په پټلیو پر اور ګاډو او په بندونه کې پر اوبو اغیز کوي.

د جان کیري په وینا انټرنیټي امنیت په مالي سیکټور لکه بانکونو او نورو مالي ادارو هم اغیز لري.

د جان کیري په وینا په دې برخه کې کاري ډله به سمدلاسه په چټکۍ کار پیلوي.
XS
SM
MD
LG