د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۱۲

خرم: د همغږۍ د نشتوالي له کبله د غزني تاريخي اثار ونه رغول شول


ښاغلى خرم
د افغانستان د جمهوري ریاست د دفتر رییس عبدالکریم خرم وايي چې د اسلامي هیوادونو د علاقې کموالی او په بیلابیلو ادارو کې د همغږۍ نشتوالی ددې سبب شو چې د غزني د تاریخي اباداتو د بیارغونې پروژې سمې عملي نشي.
نوموړي همداراز ازادي راډیو ته وویل چې د اسلامي هیوادونو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیرانو غونډه چې ټاکل شوې وه سږ کال په غزني کې وشي، هغه هم په سعودي عربستان کې کیږي.
کله چې په دوه زرو اووم کال کې د ایسسکو یا د اسلامي هیوادونو فرهنګي سازمان غزنی د ۲۰۱۳ کال لپاره د اسلامي فرهنګ د مرکز په توګه نوماوه نو ښاغلی خرم د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر و.
زموږ همکار احمدزبیرژمن په دې اړه له نوموړي سره مرکه کړې ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG