د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

پښتونخوا: د سپرلیو په موټر کې بمي چاودنې مرګ ژوبله اړولې


پيښور ته څيرمه په متنو سیمه کې یوې درنې چاودنې لږ ترلږه ۱۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله.

چارواکي وايي، چاودنه د سپرلیو په هغه موټر کې شوې، چې د پيښور څخه د شري کرې پرلور روان و.

پولیس وايي، په موټر کې سپاره کسان ټول يې ملکیان وو او هيڅ کوم دولتي یا دولت پلوی کس په کې نه و.

د پيښور پولیسو یوه عالي رتبه افسر "شفیع الله" په تلیفون ازادۍ راډيو ته وویل؛ چې چاودنه په روان موټر کې دننه شو، خو د نوعیت په باب يې څه ونه ویل :

"په موټر کې ټول ملکیان سپاره وو، چې له اسکیم چوک څخه د شري کیرې کلي پر لور روان و.

د پولیسو تحقیقات ښيي، چې په موټر کې یواځې عام خلک سپاره وو او د امن لښکر یا بلې کومې ډلې هیڅ کوم غړی په کې موجود نه و."

شفیع االله وايي، پولیسو د موټر ټوټې او نور شواهد اړوندې ادارې ته استولي؛ څو د چاودنې د نوعیت په باب دقیق معلومات ترې ترلاسه کړي.

ځینې سرچینې ادعا کوي، چې په دغه موټر کې د ځايي امن لښکر غړي یا اربکیان هم سپاره وو؛ خو په پيښور کې د جرنیلي یا لیډي ريډنګ روغتون ویاند "سید جمیل شاه" په تلیفون ازادۍ راډیو ته وویل؛ دغه روغتون ته په لیږدول شویو نولسو تنو کې ټول يې ملکیان دي:

"جرنیلي روغتون ته نولس تنه لیږدول شوي چې؛ نهو یې سا ورکړې او لس يې ټپيان دي. په ټپيانو کې درې يې ښځې او اووه يې نارینه دي."

جمیل شاه وايي، په ټپیانو کې د دوو تنو روغتیايي حالت نازک دی او ښايي د مرګ ژوبلې اصل شمیر نور هم لوړ شي.

متني د پيښور په جنوب ختیځ کې باړې ته پرلار نیمه قبایلي سیمه ده.

که څه هم دغه سیمه له پيښوره چندیانې فاصله نه لري، خو له مودو راهیسې په کې د خپلسرو وسله والو، مافیايي ډلو او په وروستیو کلونو کې د سخت دریځو وسله والو فعالیتونو امنیت ته جدي خطر پيښ کړی.

له دې وړاندې هم په دې سیمه کې ورته چاودنې و حملې شوي، خو دا لومړی ځل دی چې، په هغه موټر کې چاودنې کیږي چې؛ له پيښوره د قبایلي یا نیمه قبایلي سیمې پر لور روان و.

که څه هم تراوسه لا چا د دې پيښې مسوولیت نه دی منلی؛ خو د خپل منځي تربګنیو ترڅنګ د متنو یوشمیر اوسیدونکي له کلونو راهیسې له یوې سخت دریځې وسله والې ډلې سره په جنګ دي؛ چې له دې وړاندې هم څو وارې ورته چاودنې پرې شوې دي.

راپور: مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG