د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۸

تروریستي ډلې او ISI د شمال د ناامنه کولو هڅه کوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د هیواد د شمالي ولایتونو په نا آرامۍ کې د ازبکستان اسلامي غورځنګ لاس لري چې حقاني شبکې او د پاکستان د "آی اس آی" استخباراتي ادارې له خوا یې ملاتړ کیږي.

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د نا امنۍ د ډیریدو په هکله د رپوټونو له خپریدو وروسته؛ د کورنیو چارو وزارت وایي چې؛ د ازبکستان اسلامي غورځنګ له "آی اس آی" سره په همغږۍ کې هڅه کوي د هیواد شمالي ولایتونه نا امنه کړي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل؛ چې په دې هکله معلومات لري.

صدیقي وایي، د دوی پاملرنه نه یواځې شمالي بلکې لویدیځو او ختیځو ولایتونو ته هم ده.


"ازبکستان اسلامي تحریک د آی اس آی له خوا له القاعده او حقاني شبکې سره په همغږۍ کې هڅه کوي؛ څو د افغانستان لویدیځ نا ارامه کړي.

دوی دغه هڅې له اوسه نه بلکې له ډیر پخوا کولې او موږ په ډیر جرات سره ویلی شو؛ چې د دښمن ستراتیژیکې او اصلي اډې که هغه ازبکي، که پاکستاني او یا هر څوګ وي تر هدف لاندې نیولي او تاوان مو ور اړولۍ دی.

زموږ هڅې دوام لري، د شته اندیښنو په هکله یو دقیق برداشت لرو او د هېواد په جنوبي، ختیځو او لویدیځو ولایتونو کې خپلې هڅې په متوازنه توګه مخ په وړاندې وړو."


د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د ځینو تروریستي شبکو له خوا د هېواد د شمالي ولایتونو د نا امنه کولو په هکله خبرې کوي چې؛ د رپوټونو له مخې په دې وروستیو کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ فعالیتونه په شمالي ولایتونو کې ډیر شوي دي.

ویل کیږي، دغه ډله چې دا مهال په تخار کې ډیر فعالیت کوي؛ له القاعده او طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

الجزیزه ټلویزون په خپل یو رپوټ کې ویلي؛ د افغانستان سویلي ولایتونو ته د ناټو او امریکا ډیره پاملرنه د دې لامل شوې؛ څو د وسله والو پاملرنه د دې هیواد شمالي ولایتونو ته واوړي.

د رپوټونو له مخې په دې وروستیو کې د هیواد په شمالي ولایتونو بلخ، کندز، جوزجان، بغلان او تخار کې نا امني ډېره شوې، چې ښه بیلګه یې د بدخشان د وردوج ولسوالي ده؛ چې په دې وروستیو کې ناامني په کې ډیره شوې ده.

په شمالي ولایتونو کې د نا امنۍ په هکله په داسې حال کې رپوټونه خپریږي چې؛ د کورنیو چارو وزارت په تیره یوه اوونۍ کې د خپلواکو عملیاتو په هکله خبرې کوي.

صدیقي وایي، په یو شمیر ولایتونو کې یې عملیات پیل کړي؛ خو هغه ونه ویل چې، دغه عملیات یې په کومو ولایتونو کې پیل کړي.

"افغانستان ملي پولیسو په تیره یوه اوونۍ کې اته څلویښت ګډ او پنځه خپلواک عملیاتونه ترسره کړل، چې په پایله کې یې دښمن ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

نهه اویا وسله وال مخالفین او تروریستان په دې عملیاتو کې هلاک شوي او درې اویا تنه یې ژوندي نیول شوي دي."


پخوا هم ایساف ځواکونو د افغانستان په شمالي ولایتونو کې په بیا بیا د ازبکستان د اسلامي تحریک د قومندانانو او غړو د نیولو او یا هم وژل کیدو راپورونه ورکړي دي.

د افغانستان ځینې حکومتي چارواکي ادعا کوي چې؛ د نورو وسله والو ډلو په شان د دې ډلې اکثره مرکزونه هم د ډیورنډ له کرښې اخوا د پاکستان په خاوره کې دي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG