د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

په خوست کې عدلیې ریاست ته نوې ودانۍ جوړیږي


په خوست ولایت کې دعدلیې ریاست لپاره دنوې ودانۍ پرجوړولو کار پیل شو ،په نوموړي وداني ،چې نږدې شل میلیونه افغانۍ لګښت راځي ،ودانیزې چارې به يې دیو کال په موده کې بشپړې شي ،بلخوا دخوست ولایت چارواکي وايي ،غواړي په روان لمریز کال کې هغو ټولو حکومتي ادارو ته ،چې ودانۍ نلري نوي ودانۍ جوړې کړي .

په خوست کې ځینو حکومتي ادارو لپاره دنویو ودانیو دپرانیستو په تعقیب او یا یو شمیر نورو ته دودانیزو چارو دپیل وروسته دخوست داداري کمپلیکس په سیمه کې دعدلیې ریاست لپاره هم دنویو ودانیو دجوړولو کار پیل شو.

خوست والي عبدالجبارنعيمي په اداري کمپلکس کې دپاتو ادارو دودانيو جوړيدل په روان لمريزکال کې دخپلې ادارې کاري لومړيتوب وباله او زياته يې کړه ،چې ولايتي اداره پدې هڅه کې ده، چې په خوست کې هغه ټولې ودانۍ جوړې کړي چې ملکي ،پوځي ،عدلي اوقضايي ادارې ورته اړتيا لري.خوست والي عبدالجبار نعیمي دعدلیې ریاست دجوړیدونکې ودانۍ دځانګړنو په اړه داسې توضیحات ورکړل :

”دولایت داداري کمپلیکس په ساحه کې دعدلیې ریاست دتعمیر دجوړولو دتهداب ډبره کیښودل شوه ،دا ودانۍ به انشاالله دیو کال په موده کې بشپړیږي ټول هغه وسایل ،چې په یو دفتر کې هغې ته اړتیا موجوده وي هغه اسانتیاوې پدې ودانۍ کې په پام کې نیول شویدي ،پدې باندې څه دپاسه نوولس میلیونه افغانۍ لګښت راځي او ددې پیسې دعدليې دمحترم وزارت دانکشافي بودجې څخه ورکول کیږي او زه امیدواره یم ،چې ددې ودانۍ کار به په ښه کیفیت ترسره شي“

دخوست عدلیه رئیس دیادو ودانیو دپرانیستې په مراسمو کې هیله څرګنده کړه ،چې لدې وروسته به يې کارونه چټک او منظم شي او له هرډول اندیښنې پرته به خپلو اداري او وظیفوي چارو ته رسیده ګي کوي:

”هغه کار ،چې د ډاډ په ساحه کې نه وي ،سم امنیت نه وي او دکار لپاره مناسب چاپیریال نه وي نو کار هم په هغه نمونه څنګه چې لازم وي نه ترسره کیږي ،تر دې وروسته چې موږ ته تعمیر جوړ شي زموږ ټول کارونه به منظمه بڼه خپله کړي ،وسایل به موجود وي ،هغه تشویش چې زموږ سره دکرايي کورونو په باب وو ،ددوی به غوښتنې وې زموږ به بعضې اداري مشکلات وو ،نو پدې سره به موږ له هغه ټولو مشکلاتو خلاص شو“

ښاغلي قانون ګل زیاته کړه ،چې دنویو ودانیو له جوړولو سره به ددوی مامورین پرته له ویرې او یا کومې انديښنې په نورمال ډول دخلکو او مراجعینو ستونزو ته رسیده ګي کوي.

دسیمې خلک وايي ،کچیرې دولایت مقام په ګډون ټولې ملکي ادارې کمپلیکس ته ولیږدول شي نو دخلکو رسمي کارونو په ترسره کولو کې به چټکوالۍ راشي ،خو کچیرې په اوسني ډول یو شمیر ادرې په ښار کې وي او ځنې په ادري کمپلیکس کې دخلکو ستونزې او شکایتونه به لا ډیر شي.

دیادونې وړ ده ،چې دخوست د اداري کمپلیکس تر سیمې اوږد واټن او په هغه ځای کې داوبو او بریښنا په برخو کې پرله پسې ستونزې او د منظم ټرانسپورټ نشتون ددې لامل شوی ،چې یو شمیر ادارې له ښاره هغه ځای ته دلیږد لپاره زړه ښه نه کړي.

خبریال/نجیب الله الوخیل -خوست
XS
SM
MD
LG