د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

د مصر د پخواني ولسمشر قضيه بلې محکمې ته حواله شوه


هغه قاضي چې د مصر د پخواني ولسمشر حسني مبارک د بيا محاکمه کولو مشري کوي، دغه دوسيه يې نن يوې بلې محکمې ته حواله کړه او خپله يې له دې قضيې ځان وايست.

قاضي مصطفى حسن عبدالله دغه اعلان له قاهرې دباندې د پوليسو په يوه اکاډمۍ کې د محاکمې د پيل په درشل کې وکړ.

پخوانى ٨٤ کلن ولسمشر حسني مبارک له وړاندې دې ځاى ته په يوه څرخي الوتکه کې راوستل شو، چې نصواري رنګه عينکې يې پر سترګو وې او د محکمې د خونې د پنجرې له شا يې خلکو ته لاس وښوراوه.

له ده سره د ده دوه زامن او د کورنيو چارو پخوانى وزير هم ملګري وو، چې دغه وزير دا مهال د نورو قضيو پر اساس په بند کې دى.

قاضي وويل، ده پرېکړه کړې چې د پخواني ولسمشر دوسيه به د قاهرې استناف محکمې ته حواله کړي او د دوسيې په بيا کتنه کې دى ځان ”خوښ“ نه احساسوي.

د اسوشېټېډ پرېس په حواله، د مصر پخوانى ولسمشر حسني مبارک چې په ٢٠١١م کال کې د پاڅونونو پر مهال د شا و خوا ٩٠٠ اعتراض کوونکو په وژنې کې په لاس لرلو تورن دى، دى تېر کال په عمري بند محکوم شو.

دغه پاڅون له واک څخه د ده د ليرې کېدو سبب شو.

وروسته له هغه چې د محاکمې په جريان کې د ځينو ستونزو له کبله محکمې د عمري بند د سزا په وړاندې د مبارک د استناف غوښتنه ومنله، په جنورۍ مياشت کې يوې محکمې د مبارک د بيا محاکمې حکم ورکړ.

مبارک ګڼې روغتيايي ستونزې لري، دا مهال يې د قاهرې په يوه پوځي روغتون کې درملنه روانه ده.
XS
SM
MD
LG