د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

ساري ناروغۍ د ملي اردو ځواکونه ګواښي


د افغانستان د دفاع وزارت ساري ناروغۍ د ملي اردو د ځواکونو یوه لویه ستونزه بولي او وايي، چې تازه سروې ښيي، له جګړې څخه د پاتې کیدونکو عسکرو نوي فیصده یې د ساري ناروغیو له امله د جګړې له لیکو وځي.

د افغانستان دفاع وزارت چارواکي وايي، د دوی احصایې ښودلې چې په کندهار او هلمند کې د ملي اردو نوي فیصده دارنګه تلفات د ساري ناروغیو له امله وي.

په ملي دفاع وزارت کې د ستر درستیز د روغتیايي چارو قوماندن تورن جنرال محمد موسی وردګ ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې دغه احصایې د تیر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په یادو په ولایتونو کې اخیستل شوې.

هغه سرتیري او افسران چې په اردو کې خدمت کوي؛ د ناروغۍ په وجه د محاربې له صف څخه خارج شي؛ دې ته موږ وايو، چې د محاربې له صف څخه خارج شو؛ دغه ارقام او شمېرې اضافه له هغه دي څوک چې جنګیږي او په مرمۍ باندې ټپان کیږي اویا نور جنګي او محاربوي حالاتو کې زیان وراوړي.

دغه ارقام له ضافه وي نسبت هغه ارقامو ته چې په جنګ کې رامنځ ته کیږي.

ښاغلي وردګ زیاته کړه په ساري ناروغیو کې نس ناستی، جلدي او تنفسي ناروغۍ شاملې دي چې، زیاتې یې د پاکو اوبو له نشتوالي څخه رامنځ ته کیږي.

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، د دې تلفاتو د مخنیوي لپاره یې د شنبې په ورځ د سرداد محمد داود خان په څلورسوه بیستریز روغتون کې د وقایوي طب دوه روځنی کنفرانس جوړه کړی.

ښاغلي وردګ وویل چې، ورته کنفرانس به په راتلونکي کې د پکتیا او ګردیز په قول اردو ګانو کې هم جوړ کړي.

بل خوا د دفاع وزارت د روغتیا چارو رییس وايي چې؛ د وقایوي طب په برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

تورن جنرال عبدالقیوم توتاخیل وویل چې؛ یواځې د اردو په چوکاټ کې د وقایوي طب په برخه کې د ۱۶۹ کسانوتشکیل لرو چې؛ یواځې د ګوتو په شمار په کې مسلکي دي.

ښاغلي توتاخیل وايي، له بده مرغه دې برخې ته چې د کادرونو د تربیې لپاره ډيره مهمه ده، ډيره پاملرنه نه ده شوې، په داسي حال کې چې شاید موږ د عامې روغتیا په وزارت کې د "پی اچ ډي" په سطحه کدر و نه لرو. دی وایی، زموږ وقایوي برخه هم د کدرونو له درکه ډیر نواقص لري.

د افغانستان په دفاع وزارت کې د ساري ناروغیو ستونزه په داسې حال کې راپورته کیږي چې؛ ټاکل شوې ۲۰۱۴ کال کې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او امنیت افغان ځواکونو ته وسپاري.

اوسمهال د افغانستان د خاروې ۸۰ په سلوکې امنیت د افغان ځواکونو له خوا تامینیږي.

پخوا تر دې په ځینو راپورونو کې د ملي اردو له لیکو څخه د عسکرو تیښته هم د دې اردو لپاره یوه لویه ستونزه بلل شوې، خو دا خبره بیا د دفاع وزارت چارواکو تل رد کړې ده.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG