د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

"په افغانستان کې د بریتانیې جګړه پای ته ورسیده خو د سولې نښې نه لیدل کیږي"


ډیلي ټلګراف ورځپاڼه د "په افغانستان کې د بریتانیې جګړه پای ته ورسیده خو د سولې نښې نه لیدل کیږي" تر سرلیک لاندې یوه مقاله لري، چې وايي:

په افغانستان کې د جګړې په بې ساري ډول بدلیدونکي څيره په دې هیواد کې د بریتانوي ځواکونو د تلفاتو د شمېر له کمېدو څخه څرګندیږي.

یوازې د دوه زره لسم کال په جون میاشت کې په هلمند کې شل بریتانوي عسکر ووژل شول؛ خو د روان کال له پيل راهیسې یوازې درې بریتانوي عسکر وژل شوي دي.

ډيلي ټلګراف ورځپاڼه لیکي، چې د بریتانوي عسکرو په تلفاتو کې دا په زړه پورې کمو والی د دې لپاره راغلی، چې بریتانوي عسکر په جګړه کې کمه برخه اخلي.

درې کاله مخکې بریتانوي ځواکونو او ناټو خپل ټول عملیات په خپله پرمخ بیول خو نن ورځ هغوی د افغان ځواکونو په یوه ډلګۍ پسې ګرځي تر څو د عملیاتو رهبري په غاړه واخلي.

ډیلي ټيلګراف ورځپاڼې دا سوال مطرح کړی، چې له جګړې وروسته به د سولې مساله څرنګه شي؟

ورځپاڼه د بریتانیې د انتخابي دفاعي کمیټې په حواله وايي؛ چې د بریتانې د دفاع او بهرنیوچارو وزارتونه تر ۲۰۱۴ کال وروسته، چې د دوی عسکر وزي، د افغانستان د وضعیت په اړه اندیښنه څرګندوي.

د ورځپاڼې په لیکنه، که چیرې د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ موافقه ونه شي؛ نو د دې بریتانوۍ کمیټې وړاندوینه ښايي ریښتیا شي؛ چې افغانستان د کورنۍ جګړې لمنې لویدلای شي.

د ډیلي ټيلګراف په لیکنه، له افغانستانه د ناټو د وروستي حربي عسکر وتلو ته دوه کاله وخت پاتې دی؛ چې په افغانستان کې د سولې او مصالحې لپاره کافي زمینه برابروي.

دې هدف ته د رسیدو لپاره لازمه ده، چې بریتانوي سیاستوال د ځان عملي تعهد څرګند کړي، چې ډیر کم لیدل کیږي.

د سولې او جګړې انسټیټوټ د "وسطي قرنونو ماڼۍ له ګواښ سره مخامخ ده" تر سرلیک لاندې د ګردیز د بالاحصار په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

د ګردیز ښار بالاحصار له ننه نهه سوه کاله مخکې جوړ شوی او لا هم د افغانستان د ملي اردو لپاره د پوځي قرارګاه په توګه استفاده ورڅخه کیږي.

دې بالا حصار ته رسیدل ګران کار دی او د ملي دفاع وزارت تر کنټرول لاندې دی.

د سولې او جګړې انسټیټیوټ لیکي، چې د پکیتا اوسیدونکي او د دې ولایت رسمي مقامات باور لري؛ چې دا تاریخي کلا باید د ملکي چارواکو په اخیتار کې ويګ د کلا د لا زیات تخریب مخنیوی وشي او په افغانستان کې د شرایطو تر ښه کېدو وروسته د سیلانیانو لپاره د لیدو په ښه ځای بدله شي.
XS
SM
MD
LG