د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

زده کوونکي: د پوهنې وزارت مو له رسنيو سره خبرو ته نه پرېږدي


د کابل ښار د ښوونځیو یو شمیر ښوونکي او زده کوونکي وایي، د پوهنې وزارت اجازه نه ورکوي چې خپلې ستونزې رسنیو ته ووايي.
دوی ازادۍ رادیو ته وویل، له رسنیو سره د ځینو ستونزو د شریکولو له امله د وزارت د چارواکو له خوا تهدیدېږي.
د افغانستان د ژورنالیستانو اتحادیه دا چلند د بیان د ازادۍ خلاف ګڼي.
د پوهنې وزارت وايي ،له دې قیوداتو څخه د دوى هدف د نظم او دسپلین تامینول او د تدریس د جریان د ګډوډولو مخنیوی دی.
تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG