د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

کري: د شمالي کوريا له خوا د جنګ ګواښونه د منلو نه دي


جان کري د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو له وزير سره
جان کري د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو له وزير سره
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري وايي چې د شمالي کوریا له خوا د جګړې ګواښونه د منلو وړ نه دي.

د امریکا د بهرنیو چارووزیر جان کري وايي چې امریکا او جنوبي کوریا غواړي د کوریا ټاپووزمه له اټومي وسلو پاکه او سوله ییزه سیمه وي. ده زیاته کړه، د شمالي کوریا له لوري د جګړې ګواښونه د منلو وړ نه دي.

کري چې د جنوبي کوریا په پلازمېنه سېول کې په یوه مطبوعاتي غونډه کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ویل، د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون ته د کړکېچ د دوام په اړه خبرداری ورکړ:

”ډېر لوی خطر دا دی چې که کوم څه پېښ شي نو په وړاندې به یې یو ځواب هم وي او حالت به په غیرعمدي ډول له ادارې ووځي، نو موږ له کېم جونګ اون Kim Jong Un څخه غوښتنه کوو څو دا ومني چې دا د مسوولانه رهبرۍ وخت دی او هغه وخت راغلی چې ځان ښو امکاناتو ته ورسوو، نه ناوړه کارونو ته“

کري د امریکا د بهرنیوچارو د وزیر په توګه د لومړي ځل لپاره په داسې حال کې آسیا ته سفر کوي چې د امریکا استخباراتي ادارو د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې پیونګ یانګ ښايي په اټومي خولۍ د بالستیک توغندي د سمبالولو قابلیت موندلی وي خو پنټاګون دا هم ویلي چې شمالي کوریا، د اټومي خولۍ لرونکی میزایل نه دی توغولی او د داسې یوه قابلیت د ښودلو لپاره یې بشپړ او موثر اقدام هم نه دی کړی.

د شمالي کوریا د رژیم مشر کېم جونګ اون په وروستیو څو اونیو کې د اټومي حملې ګواښ کړی، ویلي یې دي چې له جنوبي کوریا سره د جګړې په حال کې دی. جنوبي کوریا د جمعې په ورځ وویل، په دې کې شک لري چې شمال به خپلې اټومي خولۍ دومره پرمختللې کړې وي چې بالیستیک میزایل یې یووړای شي. د جنوبي کوریا د دفاع وزارت ویاند کېم مین سیوک په سیول کې خبریالانو ته وویل:

”شمالي کوریا درې اټومي ازموینې کړي، خو دا چې اټومي خولۍ به یې هغه پړاو ته رسولې وي کنه چې وزن یې کم او د توغندي پر سر یې ځای پرځای کړي شک شته“

په همدې حال کې د جاپان دفاع وزیر ایڅونوري اونودېرا Itsunori Onodera ویلي دي چې هېواد به یې له روانې میاشتې وروسته په اوکیناوا Okinawa ټاپو کې په دایمي ډول پاتریوت دفاعي توغندي ځای پرځای کړي، څو د شمالي کوریا له لوري د مېزایلو داحتمالي حملو مخه ونیسي.
XS
SM
MD
LG