د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

رهين: طالبان دې د غزني په مراسمو کې برخه واخلي


ښاغلى رهين
ښاغلى رهين
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر له وسله والو طالبانو غواړي، چې د غزني ولایت په هغو مراسمو کې برخه واخلي، چې له مخې یې دغه ولایت په رسمي ډول د اسلامي نړۍ د مرکز په توګه اعلانېږي.

سید مخدوم رهین ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه مراسم به سبا (د شنبې په ورځ) په غزني ښار کې جوړ شي.

ښاغلی رهین وايي، په دې غونډه کې د ګډون لپاره له بیلا بیلو هیوادونو څخه لسګونه مېلمانه افغانستان ته رارسېدلي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزازت وايي، چې ددغو مراسمو لپاره یې په ښه ډول امنیت ټینګ کړی.

د ازادۍ راډیو خبریال معصوم میوند له کابله راپور لري.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG